Connect with us

تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې له سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي: بلینکن

خپور شوی

د

(Last Updated On: کب ۳, ۱۳۹۹)

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په ډاګه کړې، چې امریکا په افغانستان کې له سیاسي جوړجاړي او تلپاتي هر اړخیز اوربنده ملاتړ کوي.

دا خبره له هغې وروسته راپورته شوه، چې بلینکن او د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د شنبې پر ورځ( د سلواغې ۲) د افغانستان د سولې بهیر په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

انټوني بلینکن په خپل یوه ټویټ کې څرګنده کړې؛ امریکا د عادلانه او دوام لرونکي سیاسي جوړجاړي، تلپاتې سولې او د پرمختګ پر لوري له هر اړخیز اوربنده ملاتړ کوي.

عبدالله ویلي، چې په دې خبرو کې د افغانستان وضعیت او د افغانستان د سولې بهیر پر ګړندي کولو بحث او خبرې شوې دي.

د ملي پخلاینې عالي شورا د خبرپاڼې  له مخې؛ انټوني بلینکن له عبدالله عبدالله سره د خبرو پر مهال ویلي، چې امریکا د افغان سولې له خبرو ملاتړ کوي او هیله لري، چې د سولې  خبرې به چټکې او دواړه لوري به تلپاتې سولې او هر اړخیز سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي.

د ملي پخلاینې عالی شورا مشرعبدالله عبدالله د امریکا او افغانستان ستراتيژیک ملګري بولي او وایي، چې د سولې خپلمنځي خبرو د بریا لپاره د نړیوالې  ټولنې ملاتړ ته اړتیا ده.

ولسمشر اشرف غني د شنبې پر ورځ( د کب  ۲) له یو شمېرامنیتي ځواکونو سره په ټیلیفوني خبرو کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د یو شمېر سیاستوالو د لنډمهاله ادارې د جوړولو وړاندیز رد کړ او څرګنده یې کړه؛ تر هغې، چې ژوندی وي طالبان به ترې د لنډ مهالي حکومت مخ ونه ویني.

نوموړي دا ډاډ هم څرګند کړی، چې د طالبانو له ګواښونو به لکه د ولې پاڼه ونه لړزیږي او پر وړاندې یې هراړخیز چمتووالی لري.

دغه راز د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب پرون یوې امنیتي خبري ناستې ته په پاکستان کې د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د لنډمهالي حکومت د وړاندیز په غبرګون کې ویلي، چې دغسې اداره د افغانستان لپاره ګټوره نده او دې ته له ورته څرګندونو دې ډډه وشي.

د ملي امنیت شورا سلاکار مشر حمدالله محب زیاته کړې؛ د طالبانو مشران سولې ته لیواله ندي او نه غواړي په دوحه کې له خوښیو ډکه ژوند له لاسه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له امریکا غوښتي، چې د سولې رامنځته کولو هوکړه دې ورسره پلې کړي؛ د پاتې  بندیانو د خلاصون تر څنګ باید تر ټاکلي وخته ټول ځواکونه وباسي او د طالب مشرانو نومونه له تور نوملړه لري کړي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!