تازه خبرونه
افغان مشران دې د اختلافونو د سوله ییز حل لپاره په ګډه کار وکړي ـ یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې له ټولو افغان ګوندونو غوښتي، چې د خپلو خلکو د هوساینې لپاره په سوله ییزه توګه د اختلافونو د حل لپاره ګډ کار وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشره انجریډ هیډن، چې د مارچ پر ۳۱ یې د امنیت شورا غړیو ته وینا وکړه. خپله وینا یې د افغانستان په تاریخ کې د یوې مهمې شیبې په اړه داسې پیل کړه: داسې بریښي، چې افغانستان یوې حساسې ېیبې ته رسيدلی هغه هم د نړیوال ائتلاف په ګډون نږدې دوه لسیزې جګړه یې تر شا پریښې.
اوس پوښتنه دا ده، چې آیا افغان مشران کولی شي د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره له طالبانو سره په ډاډمنو خبرو کې برخه واخلي؟ او افغانان ډاډمنې سولې ته ورسیږي؟
هغې دغه راز د افغانستان د ولسمشیزو ټاکنو په اړه څرګنده وکړې او د اشرف غني او عبدالله عبدالله د اختلافونو په اړه یې اندېښنه وښوده او په بېلابېلو دګرونو کې یې د ستونزو د رامنځته کوونکیو پر سترګه یې ورته وکتل.
هیډن زیاته کړې: دا کړکیچ اوس هم دوام لري؛ سره له دې، چې سترو څېرو په کې مینځګړیتوب کړی. په ځانګړي توګه امریکا او نورو افغان سیاسي مشرانو هم ورودانګل؛ خو هڅې بریالۍ نشوې او له دغه سیاسي کړکیچ وروسته، امریکا په ۲۰۲۰ کال کې له افغانستان څخه د یو میلیارد ډالرو د مرستې کمولو پریکړه وکړه او په راتلونکي کال کې د شخړو د روانو ساتلو په صورت کې د نورو مرستو کمولو ته هم چمتووالي څرګند کړ.
آغلې هیډن دا ټینګار هم وکړ، چې افغانستان په پراخه کچه د مرستندویانو پر تمویل تکیه لري او د امریکا د بودیجې کموالی کیدای شي د “افغانستان مالي ثبات” ولړزوي.
هغې دا هم په ډاګه کړې: یوناما له ټولو افغاني خواوو څخه غواړي، چې د خپلو خلکو د هوساینې لپاره په سوله ییزه توګه د اختلافونو د حل لپاره په ګډه کار وکړي؛ ځکه اوس د ناندرو او شخړو وخت ندی. اوس د دولت پالنې، اوسیدنې او یووالي وخت دی. د ټولو افغانانو د ښځو ، اقلیتونو او ځوانانو حقونه او ګټې باید خوندي شي.
د میرمن هیډن د څرګندونو له دمخې؛ د شخړې حل د ټولو افغان سیاسي مشرانو ژور مسوولیت دی.
هغې د سیاسي کړکیچ په بهیر کې د خبرو اترو لپاره پر ګډ پلاوي هوکړه وستایله او هغه یې د افغانانو لپاره زړه راکښونکی یاده کړه.
هغې دا هم ویلي، چې له ټولو خواو څخه غوښتل شوي چې د افغانستان د خبرو اترو د واقعیت د عملي کیدو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
دغه راز یوناما طالبان هم هڅولي، چې خپل پلاوی هم په اساسي ډول اصلاح کړی دی.
و د خپلو اتباعو د حقونو خوندي کولو او لا پرمختګ لپاره اړین اصول په سمبال کړي.
آغلې هیډن د بندیانو د خوشې کیدو د وروستيو پرمختګونو په اړه هم ویلي: که دا بهیر سم مدیریت شي؛ نو د سولې بیر د پیل کولو لپاره به د اعتماد جوړونې اړین پړاو رامینځته کړي.
یوناما همدارنګه د طالبانو او افغان حکومت ترمینځ له درې ویدیوي کنفرانسونو څخه هرکلی کړی او له ښکېلو خواو یې غوښتي، چې د بندیانو د خوشې کیدو موضوع ژر تر ژره له نړیوال قانون سره سم حل کړي.
د یادونې ده، چې نوموړې د کرونا ویروس په اړه هو افغانستان تهپر دوامداره پانګوونې او نړیوالې تمویل ټینګار وړاندې کړ.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ