Connect with us

تازه خبرونه

افغان حکومت سبا د څو سوه طالب بندیانو د خلاصون پرېکړه کوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: چنګاښ ۱۴, ۱۳۹۹)

په حکومت کې یو شمېر سرچینو په ډاګه کړې؛ د پاتې څو سوه طالب بتدیانو د خلاضون پرېکړه د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره کیږي.

په داسې حال کې، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل یو اصلي شرط د حکومت او طالبانو لخوا د ټولو بندیانو خلاصون یاد شوی؛ خو افغان حکومت له څه وخت راپدیخوا دا بهیر درولی دی.

سرچینې څرګندوي؛ افغان حکومت د شاوخوا ۱۰۰ طالب بندیانو له خلاصون سره، چې په خونړیو بریدونو او تنظیم شویو جرمونو کې لاس لري، مخالفت ښیي.

په کابل کې د امریکا سفیر روس ویلسون ویلي، که څه هم زیاتره طالب بندیان ښه خلک ندي؛ خو افغان حکومت په رښتیني توګه او د باور جوړولو لپاره د هغوی د خلاصولو پرېکړه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ هیله لرو، چې د ۵ زره طالب بندیانو او زر افغان بندیانو له خلاصون سره د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي؛ ټاکل شوې د څو سوه نورو طالب بندیانو په اړه هم پرېکړه وشي؛ خو زمونږ تمه داده، چې طالبان تاوتریخوالی کم او له حکومت سره خبرې وکړي.

د افغان حکومت د څرګندونو له مخې، تر اوسه نږدې څلور زره طالب بندیان آزاد شوي. دغه راز طالبانو هم ویلي، چې له اووه سوه ډېر حکومتي بندیان یې آزاد کړي دي.

طالبانو پخوانی غړي سید اکبر آغا ویلي، چې په دې اړه که هوکړه ونشي؛ طالبان به په خپلمنځي خبرو کې ګډون ونکړي.

تمه ده، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې د همدې میاشتې په بهیر کې تر سره شي؛ خو د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالي او د حکومت لخوا د ځینو طالب بندیانو نه خلاصون د دې خبرو اترو د پیل په وړاندې خنډ او ځنډ رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له افغان حکومت او طالبانو څخه ژر تر زره د افغانانو د خپلمنځي خبرو په وړاندې د پرتو ننګونو پر له منځه وړلو ټینګار کړی دی.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!