تازه خبرونه

افغانستان د نړۍ یو له هغو اووه هېوادونو څخه دی، چې په کابینه کې میرمن نلري- م.م

ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په نړۍ کې یوازې د ۲۶ هېوادونو مشري ښځې کوي؛ ښځې د کابینې ۲۳ اعشاریه ۳ سلنه غړي جوړوي، چې په ۲-۲۴ کې یې یو څه وده کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د نړۍ له هغو اووه هېوادونو څخه دی چې په کابینه کې یې یوه ښځه هم نه لري.

Published

on

(Last Updated On: )

ملګرو ملتونو د ډیپلوماسۍ په برخه کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ويلي، چې افغانستان د نړۍ یو له هغو اووه هېوادونو څخه دی، چې هیڅ مېرمن يې په کابینه کې حضور نلري.

د جون څلیریشتمه د ډیپلوماسۍ په برخه کې د ښځو له نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ دا ورځ په داسې حال کې نړۍ نمانځي، چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنې ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دي.

دا ورځ هر کال په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر له‌خوا نمانځل کیږي.

ملګرو ملتونو سږکال د دې ورځې شعار په څو اړخیزه ډیپلوماسۍ کې د ښځو حضور او د دې نمانځلو موخه د دې موضوع پر اهمیت ټینګار دی.

 د دې ورځې پر مناسبت ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې ښځو له پېړیو راپدیخوا په ډیپلوماسۍ کې برخه اخیستې؛ خو د دوی ونډه له پامه غورځول شوې ده.

ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په نړۍ کې یوازې د ۲۶ هېوادونو مشري ښځې کوي؛ ښځې د کابینې ۲۳ اعشاریه ۳ سلنه غړي جوړوي، چې په ۲-۲۴ کې یې یو څه وده کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د نړۍ له هغو اووه هېوادونو څخه دی چې په کابینه کې یې یوه ښځه هم نه لري.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي  مرستیاله امینه محمد وایي: دا ورځ یوازې یوه مناسبت ندی، بلکې پر نړیواله کچه په حکومتونو او د سولې خبرو اترو کې د ښځو د ونډې پر اهمیت هم ټینګار کوي. که مونږ نیم انسانیت شاته پرېږدو؛ نشو کولی، چې خپلو ګډو موخو ته ورسیږو. څېړنې ښیي، چې کله ښځې د سولې په بهیر کې برخه اخلي؛ نو یوې تلپاتې هوکړې ته د رسیدو شونتیا ورسره زیاتیږي او پایلې یې ډېرې ټینګې او ټولګډونه کیږي. مونږ اړ یوو، چې داسې پالیسیو ته وده ورکړو، چې د سیاسي پرېکړې په بهیر کې د ښځو ګډون وهڅوي.

دغه راز د ډیپلوماسۍ په برخه کې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا ایوډیس د افغان مېرمنو مقاومت، زړورتیا او هیلې بې‌سارې ګڼلې دي.

 رافایلا ایوډیس وايي، د افغانستان په ډیپلوماسۍ کې ښځې نه یوازې خنډونه له منځه وړي؛ بلکې دوی د دې هېواد راتلونکی هم جوړوي.

هغه وایي: له هغه وخت راپدیخوا، چې افغانستان ته راغلم؛ ما له یو شمېر خورا هوښیارو، زړورو او زیارکښو ښځو سره ولیدل، چې د دې هېواد د راتلونکي د جوړولو هوډ لري.

که څه هم د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د دوحې ناستې ته د ګوتو پر شمېر ورځې پاتې دي؛ خو په دې وروستیو کې د نړۍ اووه صنعتي هېوادونو په یوه لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دوحې په غونډه کې باید مدني ټولنې او ښځې د دغې غونډې برخه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل ویلي، چې په دې هېواد کې د ښځو حقونه تر بل هر وخت د اسلامي شریعت له مخې خوندي شوي دي.

اړوند خبرونه:

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي

Trending

Exit mobile version