تازه خبرونه
افغانستان د ملکي وګړیو د وژنې له کبله د نړۍ ترټولو خونړی ځای دی
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د دوشنبې پر ورځ یو ځل بیا په ډاګه کړه، چې افغانستان د نړۍ په کچه د ملکي وګړیو د وژنې له کبله ترټولو خونړی ځای دی.
دغې کمېټې په یوه ټویټ کې څرګنده کړې: افغانستان د ملکي وګړیو د وژنې له کبله د نړۍ یو ترټولو خونړی ځای دی.
کمېټې ویلي، چې د هېواد ۵۰ سلنه وګړي، چې ۱۷ میلیون کسان کیږي؛ په جګړه ځپلیو سیمو کې ژوند کوي.
د کمېټې په دې اړه نور جزئیات ندي ورکړي؛ خو د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه خپره شوې اعلامیه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان حکومت او طالبان دې د ملکي وګړیو ملاتړ، امنیت، ژغورنې، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو غوښتنو او پوښتنو ته پام راواړوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې د خبریالانو موخه ییزې وژنې د هېواد پر رسنیو منفي اغېزه کړی او د ولایتونو ډېري ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښې دي.
تېره میاشت هم د سره صلیب نړیوالې کمېټه ویلي وه؛ افغانستان د ملکیانو لپاره ترټولو وژونکی هېواد دی، چې د میرمنو او ماشومانو د مړینې نیمایي برخه جوړوي.
د آی سي آرسي عمومي مشر رابرټ مردیني، چې تېره میاشت یې افغانستان ته سفر کړی و ویلي؛ په دې وروستیو میاشتو کې د جنوبي سیمو د افغانانو بشري وضعیت نور هم خراب شوی او په سلګونه ملکي وګړي ټپیان شوي، چې د کندهار، هلمند، غزني ولایتونو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
هغه د خپل سفر په بهیر کې د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ له طالب چارواکو سره هم ولیدل.
هغه د افغانستان د شخړې له دواړو لوریو وغوښتل، چې د ملکي خلکو ته له زیان اړولو ډډه وکړي او د خوندي ساتلو لپاره یې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
دغه راز د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي(سیګار) په خپل راپور کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت د څرګندونو له مخې ویلي، چې د ۲۰۲۰ کال د جولای له لومړۍ څخه تر د سپټمبر تر ۳۰ ۸۷۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۸۵ نور ټپیان دي، چې ۴۳ سلنه ډېروالی ښیي.
راپور په ډاګه کړې، چې که څه هم ځاني زیانونه د هر کال په درې میاشتو کې خورا لوړ وي؛ خو د تېرو درې هغو د يادونې وړ؛ ځکه دي، چې دا د سولې په روان بهیر کې د ښکېلو لوريو د تاوتریخوالي د کمي له ژمنو سره رامنځته شوي دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ