Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان ته به د ایران صادرات ډېر شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: زمری ۲۹, ۱۳۹۹)

د ایران ـ افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر حسین سلیمي ویلي، چې ایران به له افغانستان سره له نفتي توکو پرته د ۳ میلیارد دالرو پر ارزښت سوداګري ولري.

د ایران د سوداګرۍ خونې رییس حسین سلیمي زیاته کړې، چې افغانستان ته د سوداګرۍ  په برخه کې هیڅ  ستونزه  نشته او اوسمهال له میلک او دوغارون بندرونو څخه افغانستان ته صادرات کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي، افغانستان له ایران سره د سوداګرۍ د پراختیا په  برخه کې  نوي اقدامات کړي او نږدې شل میلیون دالرو پر ارزرښت ایران  ته صادرات لري او د دواړه هېوادونو د سوداګرۍ  وزارت مسوولین د اقتصادي اړیکو پر پراختیا کار کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل پلاوي مشرسید زمان هاشیمي وایي؛ له ایران سره مو ورځ تر بلي سوداګرۍ مخ په پراختیا ده. زمونږ سوداګري او ترانزیت د تېر کال په پرتله اوس ښه دی او لامل يي هم دادی، چې پاکستان له افغان سوداګرو سره سم چلند نکوي؛ نو، ځکه افغانان اوس له ایران سره د سوداګرۍ د پراختیا په حال کې دي.

هغه زیاته کړې، چې د راتلونکي کال تر مارچ میاشتې به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري ۳ بیلیون دالره شي. 

د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند جواد دبیر وايي، چې د رسمي  معلوماتو پر بنسټ له ایران سره د افغانستان کلنۍ راکړه ورکړه یو نیم میلیارد دالرو ته رسیږي.

د اقتصادي  چارو کارپوهانو ويلي، که د ایران او سیمې له هېوادونو سره مو سوداګریزې اړیکي باید په متوازن ډول لوړې شي.

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري ویلي: مونږه منو، چې تر یوه بریده مو له ګاونډ هېوادونو سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکي پراخې شوي؛ خو حکومت باید د سوداګریز بلانس لپاره پاملرنه ډېره کړي، چې صادرات مو هم اړوند هېوادونو ته ورسیږي.

د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي؛ افغانستان په دې هڅه کې دی، چې د ټولو ګاونډ هېوادونو سره متوازني او ښې اقتصادي اړیکې ولري او نور مثبت اقتصادي بدلونونه هم رامنځته شي.

تازه خبرونه

د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د شتون په اړه شواهد لرو – د پاکستان پوځ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

د پاکستان پوځ یو ځل بیا ادعا کړې، چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره کاروي او په دې اړه کوټلي شواهد شته.

د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چوهدري نن سې‌شنبه د غویی اتلسمه) په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په پاکستان کې د وروستیو ترهګریزو پېښو ریښه په افغانستان کې ده.

هغه ټینګار کړی، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد هڅو ته ژمن دی او د ټي ټي پي د له منځه وړلو لپاره به هره شونې لار وکاروي.

نوموړي زیاته کړې؛ د پاکستان امنیتي ځواکونه به د ترهګرو پر وړاندې تر هغه ځایه، چې شونې وي مخکې ولاړ شي.

چوهدري د عاملینو د محاکمې تر څنګ ویلي: د ستر درستیز د څر\ندونو له مخې ترهګر په پاکستان کې ځای نلري.

د پاکستان د پوځ ویاند د افغان کډوالو د مسئلې په اړه ویلي: په میلیونونو افغانان اوس هم په پاکستان کې اوسیږي. په داسې حال کې، چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي. پاکستان له افغان کډوالو سره مرسته کړې او نړۍ هم پرې پوهېږي.

هغه زياته کړې؛ په پاکستان کې د افغان وګړو د شتون له کبله د قانون او نظم وضعيت خراب شوى او تر اوسه له ٥٦٣ زره ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې له دې مخکې اسلامي امارت په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شتون رد کړی او څرګندوي، چې د پاکستان امنیتي ستونزه له افغانستان سره هیڅ تړاو نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د وزیرانو له اطاعت خوښ یم – د اسلامي امارت رهبر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د افغانستان اسلامي امارت رهبر د دوشنبې پر ورځ د غویی اووه لسمه د کندهار د دیني علومو او جامعاتو چارو د انسجام او تنظیم په درې ورځني سیمینار کې ویلي، چې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو راپدیخوا ټول مخالفان بښل شوي او یو له بل سره د وروڼو په څېر ژوند کوي. 

شیخ هبة الله اخوندزاده زیاته کړې، چې د چارسمبالو وزیرانو له کړنو راضي دی؛ ځکه، چې تل ترې اطاعت کوي.

هغه ویلي: زه له خپلو وزیرانو خوښ یم او دوی ښه خلک دي او تل زما اطاعت کوي. د هغوی اطاعت، درناوی او احترام وکړئ؛ ځکه، چې عزت او اطاعت یوازې د امیر لپاره ځانګړی ندی، بلکې ټول قومندانان ترې برخمن دي.

د اسلامي امارت رهبر دا هم ویلي: کفري نړۍ غواړي، چې سیاست له دین څخه بېل کړي؛ نو په اسلامي هېوادونو کې هم باید علما په سیاست کې رول ونلري، خو په افغانستان کې باید علما سیاست ته لاس‌رسی ولري.

نوموړي له عالمانو وغوښتل، چې د اسلامي امارت د احکامو په پلي کولو او اطاعت کې دې ولس وهڅوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي وايي، دغه درې ورځنی سیمنار د شنبې پر ورځ د غویی پر پېنځلسمه د لوړو زده‌کړو وزارت د چارسمبالي ندا محمد ندیم پر وینا پیل او د دوشنبې پر ورځ د غوایی اووه‌لسمه پای ته ورسېد.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په هرات ولایت کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې، چې نن سې شنبه د غویی اتلسمه خپره شوې راغلي، چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام وباله.

 یادې خونې د پرانیستې پر مهال نورالدین عزیزي څرګنده کړې، چې د افغانستان د رسمي پلاوي او خصوصي سکټور د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو او پر ۱۴۰۲ کال د قزاقستان په استانه ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو له نندارتون وروسته قزاقستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي.

د قزاقستان د سوداګرۍ خونې مشر ارمان یوسینتایوف ټینګار کړی، چې د دې خونو له پرانیستلو څخه هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم او ارزښت لوړول دي؛ ځکه، چې قزاقستان له اسلامي امارت سره د اړیکو او سوداګرۍ پراختیا ته لیوالتیا لري.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!