لوبی

کرکت له سیاست څخه لرې وساتئ ـ افغان کرکت لوبغاړيو غبرګون

Published

on

(Last Updated On: )

په شل آوریزو لوبو کې د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان ارمان له دغې لوبډلې سره د آسترالیا د کرکت بورد د وتلو په اړه د افغان لوبډلې غبرګون څرګند کړ.

راشد خان د پنجشنبې پر ورځ د زمري ۲۲ ) تویت کړی، چې د افغانستان له کرکت ملي لوبډلې څخه د آسترالیا د وتلو د خبر له اورېدو خواشینی شوم.

نوموړي د آسترالیا له کرکت بورد څخه وغوښتل، چې پخپله پرېکړه له سره غور وکړي.

هغه لیکلي: کرکت، دا د هېواد یوازنۍ هیله ده. له سیاست څخه ځان وساتئ!

راشد خان زیاته کړې، چې د افغانستان پر استازیتوب ویاړم، چې په نړیوال ډګر کې یې ډېر پرمختګ کړی دی.

د راشد خان د څرګندونو له مخې؛ که د افغانستان پر وړاندې لوبه د آسترالیا د کرکت ملي لوبډلې لپاره ناشونې وي، نو په بیګ باش لیګ کې په راڅرګندېدو سره نه غواړي څوک ناراضه کړي.

د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې یو شمېر نورو لوبغاړیو هم له افغانستان سره له لوبې د آسترالیا د کرکت بورد د وتلو پرېکړه غندلې ده.

د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر محمد نبي هم تویت کړی، چې: د کرکت له لارې مو نړۍ ته وښوده، چې که افغانانو ته مناسب فرصت او پلیت فارم ورکړ شي؛ مونږ له نورې نړۍ کم نه یوو.سپورت او سیاست بېل کړئ.

د پنځوس آوریزو او پېنځه ورځنیو تست لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په خپل تویت کې د آسترالیا له کرکت بورد څخه غوښتي، چې پر لوبو دې سیاست نکوي او پخپله پرېکړه دې له سره غور وکړي.

هغه ويلي، چې د افغانستان خلک په تېرو څلوښتو کلونو کې له تاوتريخوالي سره مخ دي او کرکت په دې هېواد کې يوه خوندوره لوبه او د خوښۍ سرچينه ده.

دغه راز د کرکت ملي لوبډلې بل لوبغاړي نوین الحق، چې په بیګ باش لیګ کې د سیدني سکسرز لوبډلې لپاره لوبېږي ویلي، چې له دغه لیګ څخه به متقاعد شي.

 

د آسترالیا کرکت بورد په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پرېکړه د ښځو او نجونو د تعلیم او کارموندنې او پارکونو او ورزشي تالارونو ته د هغوی د لاسرسي په اړه د اسلامي امارت د وروستي فرمان پر تعقیب شوې ده.

یاد بورد زیاته کړې؛ د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د ښځو او نرینه وو لپاره د لوبې د ودې ملاتړ ته ژمن دی او د افغانستان له کرکت بورد سره به په هېواد کې د ښځو او نجونو د وضعیت د ښه کولو لپاره کار ته دوام ورکړي.

دا په دوه کلونو کې دوه یم ځل دی، چې د اۍترالیا کرکت له افغانستان سره دوه اړخیزه لوبه د ښځو په اړه د اسلامي امارت د تګلارو له کبله لغوه کوي.

له دې وړاندې، هغه سیالي، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۱ ز. کال د نومبر لوبه په هوبارت کې ترسره شي؛ هم لغوه شوې وه.

Trending

Exit mobile version