تازه خبرونه

په پنجشېر کې د زمردو کان کېندونکیو ته له ۵۶۰ ډېر جوازونه وېشل شوي

Published

on

(Last Updated On: )

د پنجشېر کانونو او پټرولیم رییس څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راوروسته په دې ولایت کې د کانونو غیر قانوني استخراج او قاچاق پای ته رسېدلی او د زمردو د قانوني او اصولي کان کېندنې لپاره مو تر اوسه له ۵۶۰ څخه ډېر جوازونه وېشلي دي.

د پنجشېر کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري د کانونو او پټرولیم وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې زیاته کړې، چې له دې کار سره څه باندې لس زره پنجشېریانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ محمد قاسم امیري د پنجشېر د یاقوتو د ټولو کانونو د سروې او استخراج د جوازونو د وېش لپاره دې ولایت ته له دې وزارت څخه د سروې او تخنیکي ډلې د لېږلو غوښتنه وکړه.

په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د پنجشېر خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو او په دغه ولایت کې د یاقوت او زمرد د استخراج د جوازونو پر ورکولو ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version