سوداگري
په ټاپي پروژه کې د روسیې ګډون له سیاسي پلوه زړه راکښونکی دی – روسیه
(Last Updated On: )
د تاس خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په ټاپي پروژه کې د روسیې ګډون له سیاسي پلوه زړه راکښونکی یاد کړ.
کابلوف زیاته کړې؛ دا ډول اند له سیاسي پلوه زړه راکښونکی ښکاري. د دې پروژې لپاره امنیتي مسایل، چې پخوا تر ټولو ننګوونکي ګڼل کیده، دمګړۍ خپل باور له لاسه ورکړی دی.
هغه څرګنده کړې، چې د روسیې کوم اقتصادي بنسټ تر اوسه په دې پروژه کې د ګدون پرېکړه نده کړې
کابلوف ویلي؛ هر څه د سوداګرۍ له اړخه او په پروژه کې د دوی د وندې له ګټې سره تړاو لري.
د ټاپي پروژه، چې کار یې په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې پرانستل شوی؛ خو تر اوسه یې په افغانستان کې عملي چارې پیل شوې ندي.
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې به د دغې پروژې عملي کار ډېر ژر پیل شي.