Connect with us

روغتيا

په دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو طرحه وارزول شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ناسته کې د هېواد د روغتیایي وضعیت د ښه والي او د دولتي روغتونونو د اصلاحاتو طرحه وارزول شوه.

د عامې روغتیا وزیر داکتر قلندر عباد په روغتونونو کې د اصلاحاتو راوستلو د اړتیا او د هېواد په کچه د روغتیايي وضعیت د ښه والي، د تجربه لرونکیو مختصصینو د استخدام، په متوازن ډول د هېواد ټولو سیمو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او د روغتیایي خدمتونو پر وړاندې د موجوده ستونزو په اړه هراړخیر معلومات وړاندې کړل.

دغه راز په دې ناسته کې د روغتیایي مرکزونو د اصلاحاتو، د جمهوریت روغتون د ریفورم، د زرقي محلولونو او ابن سینا د درملو تولیدي شرکت د فعالولو طرحې وارزول شوې او د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ، د زرقي محلولونو له اړخه د هېواد پر ځان بسیا کولو، درملو ته د خلکو د لاسرسي ډاډ او د روغتیایي پرسونل پر ظرفیت لوړولو ټینګار وشو.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په روغتیایي مرکزونو کې د متخصصینو د جذب، د ابن سینا د درملو تولیدي شرکت د فعالولو، د مسوولو ډلو د رامنځته کولو او د جمهوریت دولتي روغتون معیاري کولو د طرحې برابرولو په اړه ډاډمنې پرېکړې وکړې.

روغتيا

یونیسف د بیزو‌تڼاکې واکسین رسولو لپاره بېړنۍ داوطلبي خپره کړه

یونیسف دا داوطلبي د غواګانو د واکسینولو ائتلاف، د افریقایي ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز او د روغتیا نړیوالې ټولنې پر همکارۍ خپره کړې ده.

Published

on

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د هغو هېوادونو لپاره، چې بیزو‌تڼاکې له ناورین سره مخ دي د واکسین رسولو لپاره بېړنۍ داوطلبي خپره کړې ده.

یونیسف دا داوطلبي د غواګانو د واکسینولو ائتلاف، د افریقایي ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز او د روغتیا نړیوالې ټولنې پر همکارۍ خپره کړې ده.

دغو بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د دې داوطلبۍ پر بنسټ به تر ۲۰۲۵ ز. کال پورې د ۱۲ میلیون دوز واکسینونو د تولید او رسولو په برخه کې هوکړې وشي.

د دغې داوطلبۍ پربنسټ یونیسف به له واکسین جوړوونکیو سره د مشروط اکمالاتو هوکړه لیکونه رامنځته کړي.

دا هوکړه لیکونه یونیسیف ته اجازه ورکوي، چې د تمویل، غوښتنې، چمتووالي او تنظیمي اړتیاوو له تصویبېدو سره سم واکسین واخلي او واستوي.

د اړوند ادارو ترمنځ همکاري به په لوړ عاید لرونکیو هېوادونو کې له شته زیرمو څخه د واکسینونو د بسپنې د اسانولو بهیر چټک کړي.

دغه راز د روغتیا نړیوالې ټولنې عمومي منشي ویلي، چې په افریقا کې د بیزږ‌تڼاکې ناروغي ښايي په راتلونکیو شپږ میاشتو کې ودریږي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د دوه واکسینونو لپاره د بېړني جواز پر غوښتنلیکونو هم بیاکتنه کوي، چې د باواریان نورډیک او د جاپان کي‌ام بیولوژیکي شرکتونو لخوا جوړ شوي.

د اګسټ په پیل کې د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت څخه ګاونډ هېوادونو ته د بیزو‌ټناکې د چټکې خپرېدا وروسته د روغتیا نړیوالې ټولنې د اګست په پیل کې عامې روغتیايي بېړنی حالت اعلان کړ.

تر دې دمه په کانګو کې د بیزو‌تڼاکې له ۱۸ زره څخه زیاتې شکمنې پېښې ثبت شوې دي. دغه راز د دغه ویروس له کبله ۶۲۹ کسان مړه شوي دي.

Continue Reading

روغتيا

په افغانستان کې د بیزو‌تڼاکې ناروغي ثبت شوې نده – روغتیا وزارت

په کابل او پکتیا کې د بیزو‌تڼاکې د دوه شکمنو پېښو د پېژندلو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت چارواکو څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ کومه شکمنه یا مثبته پېښه ثبت شوې نده.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په افغانستان کې د بیزو‌تڼاکې کومه شکمنه یا مثبته پېښه ثبت شوې نده.

په کابل او پکتیا کې د بیزو‌تڼاکې د دوه شکمنو پېښو د پېژندلو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت چارواکو څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ کومه شکمنه یا مثبته پېښه ثبت شوې نده.

د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل د سې‌شنبې پر ورځ (د وږي شپږمه) وویل، که د بیزو‌تڼاکې شکمنه یا مثبته پېښه ولیدل شي؛ نو د عامې روغتیا وزارت به یې اعلان کړي.

له دې مخکې یو شمېر رسنیو د روغتیايي سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي وه، چې په کابل او پکتیا کې د ګوزڼ دوه شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو شاوخوا یوه اوونۍ مخکې اعلان وکړ، چې د بیزو‌تڼاکې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي هڅې کوي.

تر دې دمه په پاکستان، سویډن او افریقا کې د بیزو‌تڼاکې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې په دې وروستیو کې د بیزو‌تڼاکې خپریدل یو روغتیایي بېړنی حالت اعلان کړ او ویلې یې دي، چې د دې ویروس نوی بڼه د خپرېدو په حال کې ده.

Continue Reading

روغتيا

افغانستان د بیزو‌تڼاکې ناروغۍ د مخنیوي هڅې پیل کړې

د عامې روغتیا وزارت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې: په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي اړوند څانګو ته لارښوونه وکړه، چې په بندرونو کې د بېزو‌تڼاکې او نورو ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره هڅې همغږي او پیاوړې او له شته امکاناتو څخه ګټه پورته کړي.

Published

on

(Last Updated On: )

د عامې روغتيا وزارت د چارسمبالي نور جلال جلالي پر مشرۍ د دې وزارت د چارواکو په ګډون د بیزو‌تڼاکې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول یوه کاري ناسته ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې: په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي اړوند څانګو ته لارښوونه وکړه، چې په بندرونو کې د بېزو‌تڼاکې او نورو ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره هڅې همغږي او پیاوړې او له شته امکاناتو څخه ګټه پورته کړي.

دغه راز نور جلال جلالي اړوند مسوولانو ته سپارښتنه کړې، چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته د درملو د رسولو لپاره لازمې هڅې ترسره کړي، چې د ناروغانو روغتیايي وضعیت تر پاملرنې لاندې ونیول شي.

د عامې روغتیا وزارت مرکزي رییسانو د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ ته ډاډ څرګند کړ، چې په هېواد کې د بېزو‌تڼاکو او نورو ناروغیو د مخنیوي او کنټرول لپاره به لازمې هڅې تر سره او د اړوند څانګو ترمنځ  ښه همغږي رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان روغتیا وزارت د جمعې پر ورځ (د زمري پر شپږویشتمه ) د بېزو‌تڼاکې لږ تر لږه یوه پېښه اعلان کړې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!