کوید۱۹
په تېره میاشت کې پر کرونا ویروس اخته ۳۰ افغانان مړه شوي
د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې په افغانستان کې له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا ۶ زره کسان پر کرونا اخته شوي، چې ۳۰ یې مړه شوي دي.
د ژمي له رارسېدو سره یو ځل بیا د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، پر کرونا ویروس د اخته کېدو کچه مخ پر ډېرېدو ده او په هېواد کې ۱۲ میلیون کسان باید د کرونا واکسین ترلاسه کړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وایي: شپږ زره کسان پدې ویروس اخته شوي او په ټول هېواد کې ترې۳۰ کسان مړه شوي او مونږ یې د مخنیوي لپاره خپل ځانګړي پلانونه لرو.
د افغان جاپان روغتون مسوولین، چې په پلازمېنه کې د کرونا ویروس یوازنی روغتون دی وايي: په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۱۰۰ کسانو دغه مرکز ته مراجعه کړې، چې ۶۷ یې په روغتون کې بستري، ۱۲ مړه شوي او له ۸ څخه تر ۱۰ کسانو د کتنې پایلې مثبتې دي.
د افغان- جاپان روغتون مشر زلمی رشتین وایي: اوس د دغه ويروس بڼه د پخوا پر پرتله بدله شوې او له تېرې يوې مياشتې راپدیخوا د ناروغانو شمېر ډېر شوی او په دغه روغتون کې د مړو شمېر ۱۲ ثبت شوی دی.
د افغان- جاپان روغتون داکتر عبادالله عباد ویلي: مونږ د ناروغیو د درملنې لپاره پوره آسانتیاوې لرو؛ خو یوازې کاري قراردادونو دا کارمندان ناهیلې کوي.
یوشمېر ناروغان هم د افغان- جاپان روغتون له خدمتونو خوښ ښکاري.
ناروغ حضرت جان وایي: امکانات ښه دي، دوه میاشتې کیږي، چې دلته بستر یم.
ناروغ مل عبدالمنان ویلي؛ مونږ د داکترانو له هڅو خوښ یوو، هر څه را ته وړیا برابریږي.
یو بل ناروغ لرونکی قادر خان وایي: په بازار کې مو وینه کتلې؛ خو بې پایلې وه؛ خو دلته مو داکترانو غم وخوړ او پوره خواخوږي دي.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې له دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې له جدي هڅو خبره کوي او وايي، چې سږ کال به شاوخوا ۱۲ میلیون کسانو ته د کرونا ویروس واکسین ولګول شي.
د عامې روغتیا وزیر قلندرعباد ویلي؛ مونږ له دې ویروس سره د مبارزې لپاره هڅې کوو او شاوخوا ۱۲ میلیون وګړي به د کرونا واکسین ترلاسه کړي.
له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې هم په تېره یوه میاشت کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتوالي خبر ورکړی او ویل شوي وه، چې تر دې مهاله د نږدې ۶۹۰۰ کسانو پایلې مثبتې وې او ۲۹ کسان پر کرونا ویروس اخته مړه شوي دي. دې ادارې د روان کال د جولای او اګست ترمنځ د واکسین ملي کمپاین اعلان کړ او ټینګار یې وکړ، چې په ۳۴ ولایتونو کې یې له ۱۸ کلنۍ څخه کم عمره څلور میلیون کسانو ته پاملرنه کړې ده.