د ټوکیو ۲۰۲۰ المپیک لوبې

په توکیو ۲۰۲۰ سیالیو کې افغان نښه ویشتونکی له بل پړاوسیالۍ بې برخې شو

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان ملي نښه ویشتونکي مهدي یاوري نن سهار یکشنبه د کابل پر وخت اته نیمې بجې له خپلو سیالانو سره د سیالۍ ډګر ته ورودانګل او د ۶۰۱.۴ امتیازونو پر تر لاسه کولو د لوبې له نورو پړاوونو ووت.

هغه، چې د اتم کس په توګه سیالي پیل کړې وه؛ له ۴۶ سیالانو سره په سیالۍ کې بریالی نشو، چې د ۱۰ مټریزه واټن پر ویشتلو ټاکل شوی امتیاز تر لاسه کړي.

د سیالۍ په پای کې له چین څخه یانګ، د امریکا کوزینیسکي او شانیر، له سلواکیا څخه جاني پاتریک، له ترکیې څخه آګکان، له روسیې څخه ماسلینیکوف، له هنګري پینی او له چین څخه شینګ لیهائو بریالي شول، چې د سیالۍ بل پړاو ته وردننه شي.

د نن ورځې د سیالۍ په پای کې د چین یانګ د ۶۳۲.۷  امتیازونو پر تر لاسه کولو د اړوند المپیک سیالیو د دې پړاو ریکارډ مات کړ. دغه ریکارډ د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اګست پر ۸ ایټالیاوي کامپریاني د ۶۳۰.۲ امتیازونو پر لرلو خپل کړی و.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د نښه ویشتو په سیالیو کې برخه واخیسته.

د ټوکیو ۲۰۲۰ المپیک لوبې نړیوال مراسم د جمعې پر ماسپښین پیل شوي او د اګست تر اتمې به روانې وي.

په دې مراسمو کې د آریانا او آریانا نیوز راډیو او ټلویزیوني شبکو، بیات پاور او د افغان بېسیم مخابراتي شبکې لوی مشر احسان الله بیات د ځانګړي میلمه په توګه د هېواد له المپیک کاروان سره مل و.

دغه لوبې به د توکیو د ملي لوبغالي د ۴۲ ځایونو پر کوربتوب په ۵۰ څانګو کې  د ۲۰۴ هېوادونو د ۱۱ زره  ۹۰ لوبغاړیو په ګډون ۳۳  لوبې د ۱۷ ورځو لپاره تر سره شي.

په المپیک لوبو کې د افغانستان د تکواندو، اتلتیکونو، لامبو او نښه ویشتنې د څلور څانګو پېنځه استازيو ګډون کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې دا سیالۍ په افغانستان کې د آریانا نړیوال ټلویزیون لخوا په قانوني او ژوندۍ بڼه خپریږي.

Trending

Exit mobile version