نړۍ

په ترکیه کې د ډبرو سکرو کان چاودنې ۳۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: )

د ترکیې روغتیا وزارت د لومړنیو څرګندونو له مخې د دغه هېواد په شمال کې د ډبرو سکرو د یوه کان له چاودنې لږ تر لږه ۲۸ کسان مړه شوي او د ۱۱ نورو درملنه روانه ده.

دا چاودنه د جمعې پر ورځ (د تلې ۲۲ ) په بارتین ولایت کې رامنځته شوې ده.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا ویلي، دا نده څرګنده، چې څومره کسان اوس هم د چاودنې له کبله تر خاورو لاندې دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د چاودنې پر مهال د ډبرو سکرو په دغه کان کې ۱۱۰ کسانو کار کاوه.

هغه تائید کړې، چې ۴۹ کان کیندونکي اوس هم په دوه سیمو کې د ۳۰۰ او ۳۵۰ مترو لاندې بند پاتې دي.

له دې مخکې د ترکیې د انرژۍ وزیر ویلي وه، چې لومړنۍ څرګندونې ښيي، چې چاودنه په دغه کان کې د میتان د موجودیت له کبله رامنځته شوې ده.

Trending

Exit mobile version