کوید۱۹

په امریکا کې له کرونا ۸۰۰ زره کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: )

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په امریکا کې د یکشنبې پر ورځ له کرونا ویروس څخه د مړینې شمېر له ۸۰۰۰۰۰ ډېر شو او دا هېواد د سړې هوا له څپې سره د کرونا ویروس اومیکرون بڼه هم د خپرېدو په درشل کې ده.

کرونا واکسین ته لاسرسي د دوبي پر مهال په ټول هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کېدو کچه راټیټه کړې وه.

د روان کال له پیل راپدیخوا په امریکا کې له ۴۵۰۰۰۰ څخه ډېر خلک پر کرونا له اخته کېدو وروسته  مړه شوي، چې ورسره په ټول هېواد کې  د مړینو شمېر ۵۷ سلنه لوړ شوی دی.

د روغتیا څانګوالو ويلي، د سږکال مړینې اکثره په غیر واکسین شوي ناروغانو کې وې.

د رویټرز د شننې له مخې؛ د ۱۱۱ ورځو په دننه کې د مړینې کچه ۶۰۰۰۰۰ څخه ۷۰۰۰۰۰ ته پورته شوه او یوازې په ۷۳ ورځو کې ترې مړینه ۱۰۰۰۰۰ کسانو ته ورسېده.

رویټرز څرګنده کړې؛ په تېرو ۱۱ میاشتو کې نور هېوادونه له مړینې سره ډېر لږ مخ شوي دي.

په جي ـ ۷  بډایه هېوادونو کې یوازې امریکا د جنورۍ له لومړۍ څخه د نومبر تر ۳۰ نېټې پورې د مړینې له ډېر شمېر سره مخ شوې ده.

په امریکا کې د مړینې کچه د ګاونډي کاناډا په پرتله درې چنده او د جاپان په پرتله ۱۱ ځله لوړه شوې ده.

رویټرز راپور ورکړی، چې د کرونا ویروس له خپریدو راپدیخوا په امریکا کې له ۵۰ میلیون او ۱۱۰۰۰  څخه ډېر خلک پر کرونا اخته شوي، چې ۸۰۰ زره ۱۵۳ یې ترې مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version