تازه خبرونه

په افغانستان کې ۹۶ زره زلزله ځپلي ماشومان مرستو ته سخته اړتیا لري – ملګري ملتونه

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان په لوېدیځ کې له زلزلو څخه سل ورځې وروسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په روان ژمي کې له ۹۶ زره څخه ډېرو ځپلیو ماشومانو ته د مرستې غوښتنه کړې ده.

یونیسف د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په هرات کې د اکتوبر له زلزلو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي؛ سربېره پر دې ۲۱ زره کورونه ویجاړ شوي او ډېرو کورنیو په کې عایداتي سرچینه له لاسه ورکړې دي.

له درې میاشتو وروسته اوس هم د هرات د زلزلو اغېزې احساس کیږي او ډېری کورنۍ سره له دې، چې  سخته یخني ده؛ تر خیمو لاندې ژوند کوي او یا هم سرپناه نه‌لري.

د یونیسف په خبرپاڼه کې راغلي، چې هرات ولایت دا مهال له سخت ژمی سره مخ دی، چې د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او د مرستو رسولو هڅې یې سستې کړې دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي فرانک اکویزا ویلي؛ د دې کلیو چاپېریال له درد او کړاوه ډک دی. ان له زلزلې څخه د ۱۰۰ ورځو پر تېرېدو کورنۍ او ماشومان اوس هم د خپلو عزیزانو پر له لاسه ورکولو او دردونو سره مقابله کوي؛ ښوونځي او روغتیايي مرکزونه، چې ماشومان پرې تکیه کوي یا بشپړ ویجاړ شوي او یا هم کافي نه‌دي؛ ځکه هوا سړه ده او بې کوره ماشومان او کورنۍ په خطرناکو شرایطو کې شپې تېروي او هیڅ وسیله نه‌لري، چې خپله لنډمهاله سرپناه پرې ګرمه کړي.

یونیسف ویلي، چې له زلزله ځپلیو سره یې مرستې کړي؛ خو څرنګه، چې د ژمي سړې هوا ستونزې نورې هم زیاتې کړي؛ نو نورو مرستو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې؛ مونږ له خپلو مرستندویه همکارانو څخه مننه کوو، چې سرچینې یې چټکې راټولې کړې او یونیسف ته یې دا ځواک ورکړ، چې په څو ورځو کې د هرات د ماشومانو او د هغوی د کورنیو بېړنیو اړتیاوو ته ځواب ووایي؛ خو په زرګونه خلک اوس هم زمونږ مرستې ته اړتیا لري.

یونیسف د زلزلې له کبله د ۹۶۰۰۰ ماشومانو د ژوند په اړه اندېښمن دی. مونږ ملاتړ ته اړتیا لرو؛ ځکه مونږ باید ډاډ ترلاسه کړو، چې ماشومان نه یوازې په ژمي کې ژوندي پاتې کیږي، بلکې په راتلونکیو میاشتو او کلونو کې به د ودې هوساینې فرصت هم ولري.

د یادونې ده، چې د روان کال د تلې په میاشت کې د هرات له ۲۱ کليو ډېر زلزلو ویجاړ کړل؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون یې له ۱۰۰۰ ډېر کسان ووژل او حیوانات یې له منځه یوړل.

Trending

Exit mobile version