تازه خبرونه

په افغانستان کې ۶.۱ درجې زلزلې مړګ و ژوبله مخ پر ډېرېدو ده

Published

on

(Last Updated On: )

نن چارشنبه د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې شپې د ۶.۱ درجې زلزلې د رامنځته کیدو په اړه بیړنۍ غونډه تر سره شوه.

په دې بېړنۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره دې نغدي مرستې وشي او ټپيان دې  درملنې ته ولېږدول شي.

چارواکو ته دا لارښوونه هم شوې، چې زیانمنو خلکو ته د خوراکي توکو، جامو، درملو او نورو اړینو توکو رسولو لپاره له ځمکني او هوايي ټرانسپورټ څخه کار واخیسل شي.

د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلیو سره د اسلامي امارت مشرتابه د خواشینۍ په پیغام کې راغلي؛ له طبیعي پېښو سره د مبارزې بنسټ، اړوند مسوولین، واليان او عام افغانان دې له خپلو ټولو امکاناتو سره د پيښو ځای ته ځانونه ورسوي او د مرستې لاسونه دې وروغزوي.

د اسلاميۍ امارت مشرتابه له نړیوالې ټولنې، خیریه بنسټونو او ټولو بشرپالو نهادونو څخه هم غوښتي، چې له افغانانو سره په دغه ستر مصیبت کې لاس وکړي او له غم ځپلیو سره هرڅومره چې ممکنه وي خپلې مرستې ونه سپموي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې له افغانانو هر راز مرستې او ملاتړ ته چمتو دي.

یاد وزارت په ډاګه کړې، د پاکستان حکومت او خلک د افغانستان په پکتیکا ولایت او په شاوخوا سیمو کې د یوې غمجنې زلزلې له کبله د ځاني او مالي زیانونو او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سختو سېلابونو له کبله د ژورې خواشینۍ او خواخوږۍ مراتب څرګندوي.

پاکستان دا هم ویلي، چې د دوی اړوند ادارې هڅه کوي، چې له افغانانو سره په همغږۍ کې اړینې مرستې وکړي.

دغه راز د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تویت کړی، چې په افغانستان کې د زلزلې له کبله د بې ګناه خلکو د مړېنې په اړه خواشینی شوی دی. د پاکستان خلک د خپلو افغان وروڼو په غم او درد کې شریک دي. اړوند چارواکي د اړتیا په دې وخت کې د افغانستان د ملاتړ لپاره کار کوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلسون هم ویلي: اروپایي اتحادیه وضعیت څاري او د اغېزمنو خلکو او ټولنو لپاره اروپايي ټولنه بېړنۍ مرستې همغږې کولو او چمتو کولو ته چمتو ده.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې د لټون او ژغورنې عملیات روان دي او د اسلامي امارت د چارواکو لخوا رهبري کیږي.

دغه بنسټ زیاته کړې: له ملګرو ملتونو او بشردوستانه همکارانو څخه غوښتنه شوې، چې د طبیعي پېښو د مدیریت له ادارې سره د سمدستي اړتیاوو په ارزولو او ځواب ویلو کې مرسته وکړي.

د دوی د څرګندونو له مخې، د دغې ادارې بین الافغاني ارزونې ډلې له دې مخکې یو شمېر سیلاب ځپلیو او اغېزمنو سیمو ته ګمارل شوي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او بشردوستانه هېوادونو ډلې د دې ناورین له ټولو اغېزمنو خلکو سره ژوره خواخوږي څرګندوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تائید کړې، چې له ملي دفاع وزارت سره په همغږۍ کې د سیمه ییزو قطعاتو منسوبین د زلزلې تر ټولو زیانمنو سیمو ته رسېدلي او ټپیان روغتونونو ته لېږدوي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي؛ زلزلې په زرګونه کورونه او حتا څو کلي ویجاړ کړي. د پکتیکا د برمل په ولسوالۍ کې زیاتره ښځې او ماشومان تر نړیدلو کورنو لاندې شول او مړه شوي دي.

د اسلامي امارت د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې تر غرمې پورې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یوې سختې زلزلې ۹۲۰ تنه مړه کړي او له ۶۰۰ ډېر ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version