Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې ۶.۱ درجې زلزلې مړګ و ژوبله مخ پر ډېرېدو ده

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

نن چارشنبه د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې شپې د ۶.۱ درجې زلزلې د رامنځته کیدو په اړه بیړنۍ غونډه تر سره شوه.

په دې بېړنۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره دې نغدي مرستې وشي او ټپيان دې  درملنې ته ولېږدول شي.

چارواکو ته دا لارښوونه هم شوې، چې زیانمنو خلکو ته د خوراکي توکو، جامو، درملو او نورو اړینو توکو رسولو لپاره له ځمکني او هوايي ټرانسپورټ څخه کار واخیسل شي.

د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلیو سره د اسلامي امارت مشرتابه د خواشینۍ په پیغام کې راغلي؛ له طبیعي پېښو سره د مبارزې بنسټ، اړوند مسوولین، واليان او عام افغانان دې له خپلو ټولو امکاناتو سره د پيښو ځای ته ځانونه ورسوي او د مرستې لاسونه دې وروغزوي.

د اسلاميۍ امارت مشرتابه له نړیوالې ټولنې، خیریه بنسټونو او ټولو بشرپالو نهادونو څخه هم غوښتي، چې له افغانانو سره په دغه ستر مصیبت کې لاس وکړي او له غم ځپلیو سره هرڅومره چې ممکنه وي خپلې مرستې ونه سپموي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې له افغانانو هر راز مرستې او ملاتړ ته چمتو دي.

یاد وزارت په ډاګه کړې، د پاکستان حکومت او خلک د افغانستان په پکتیکا ولایت او په شاوخوا سیمو کې د یوې غمجنې زلزلې له کبله د ځاني او مالي زیانونو او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سختو سېلابونو له کبله د ژورې خواشینۍ او خواخوږۍ مراتب څرګندوي.

پاکستان دا هم ویلي، چې د دوی اړوند ادارې هڅه کوي، چې له افغانانو سره په همغږۍ کې اړینې مرستې وکړي.

دغه راز د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تویت کړی، چې په افغانستان کې د زلزلې له کبله د بې ګناه خلکو د مړېنې په اړه خواشینی شوی دی. د پاکستان خلک د خپلو افغان وروڼو په غم او درد کې شریک دي. اړوند چارواکي د اړتیا په دې وخت کې د افغانستان د ملاتړ لپاره کار کوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلسون هم ویلي: اروپایي اتحادیه وضعیت څاري او د اغېزمنو خلکو او ټولنو لپاره اروپايي ټولنه بېړنۍ مرستې همغږې کولو او چمتو کولو ته چمتو ده.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې د لټون او ژغورنې عملیات روان دي او د اسلامي امارت د چارواکو لخوا رهبري کیږي.

دغه بنسټ زیاته کړې: له ملګرو ملتونو او بشردوستانه همکارانو څخه غوښتنه شوې، چې د طبیعي پېښو د مدیریت له ادارې سره د سمدستي اړتیاوو په ارزولو او ځواب ویلو کې مرسته وکړي.

د دوی د څرګندونو له مخې، د دغې ادارې بین الافغاني ارزونې ډلې له دې مخکې یو شمېر سیلاب ځپلیو او اغېزمنو سیمو ته ګمارل شوي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او بشردوستانه هېوادونو ډلې د دې ناورین له ټولو اغېزمنو خلکو سره ژوره خواخوږي څرګندوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تائید کړې، چې له ملي دفاع وزارت سره په همغږۍ کې د سیمه ییزو قطعاتو منسوبین د زلزلې تر ټولو زیانمنو سیمو ته رسېدلي او ټپیان روغتونونو ته لېږدوي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي؛ زلزلې په زرګونه کورونه او حتا څو کلي ویجاړ کړي. د پکتیکا د برمل په ولسوالۍ کې زیاتره ښځې او ماشومان تر نړیدلو کورنو لاندې شول او مړه شوي دي.

د اسلامي امارت د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې تر غرمې پورې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یوې سختې زلزلې ۹۲۰ تنه مړه کړي او له ۶۰۰ ډېر ټپیان دي.

تازه خبرونه

افغانستان تجزیه کېدونکی هېواد ندی – عباس ستانکزی

Published

on

(Last Updated On: )

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ويلي؛ د افغانستان اوسنی نظام د قوم او مذهب پر بنسټ نه، بلکې د اسلامي شریعت پر بنسټ ولاړ دی او د دې نظام ساتنه د هر چا دنده ده او هېڅکله به ونه وېشل شي.

د پنجشنبې پر ورځ د وږي پېنځلسمه شېرمحمد عباس ستانکزي په یوه کلتوري پروګرام کې پر یووالي او ځمکني بشپړتیا ټینګار وکړ او وایي، چې له څو کلونو راپدېخوا د افغانستان د قومونو او ولایتونو د وېشلو هڅې روانې دي؛ خو دا هڅې به هېڅکله هم نتیجه ورنکړي او افغانستان نه وېشل کېدونکی دی.

عباس ستانکزی وایي: اوسمهال بېلابېل تبلیغات کېږي؛ خو دا هېواد د افغانستان د اصیلو بچیانو له برکته روغ پاتې شوی او د تباهۍ او تجزیې خوا ته تلی دی او نه به تجزیه شي او نه به هم د تجزیې اجازه ورکړ شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: افغانستان سیاسي او نظامي ازادي لري؛ خو بې پروا دښمن هم غلی ناست ناست نه دی؛ د استخباراتو، اقتصاد او پروپاګند په سنګر کې د اسلامي امارت پر وړاندې جنګېږي.

هغه زیاته کړې، چې اوس په هېواد کې جګړه نشته، افغانستان په سیاسي، اقتصادي او تعلیمي برخو کې پرمختګ ته اړتیا لري.

ویل کیږي، چې: مونږ باید د بیارغونې په برخه کې فعاله ونډه واخلو؛ خلک له مونږ څخه کار غواړي، یو کپ ډوډۍ غواړي، دوی سوله او امنیت غواړي، دوی سیاسي پرمختګ غواړي. یوازې حکومت ټول کارونه نشي کولی؛ دا د دې ملت د هر فرد دنده ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

معلوماتو ته د بشپړ لاسرسی نشتوالی د خبریالانو یوه لویه ننګونه ده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ويلي چې اطلاعاتو ته دلاسرسي قانون يې چمتو کړى او دغه قانون به د اسلامي امارت د رهبر له ارزونې وروسته توشیح شي.

Published

on

(Last Updated On: )

يو شمېر خبريالان معلوماتو ته د لاسرسی قانون له نشتوالي اندېښمن دي او وايي، چې پخپل وخت معلومات نه وررسېږي.

خبریالان له اسلامي امارت څخه غواړي؛ اطلاعاتو ته دې د لاسرسي قانون توشیح او پلی کړي، چې خبریالان وکولی شي پخپل وخت خلکو ته معلومات ورسوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ويلي چې اطلاعاتو ته دلاسرسي قانون يې چمتو کړى او دغه قانون به د اسلامي امارت د رهبر له ارزونې وروسته توشیح شي.

د دولتي رسنیو د مرکز مشر نعیم الحق حقاني ويلي؛ اسلامي امارت تل هڅه کړې، چې خبریالانو ته معلومات ورکړي او په همدې موخه یې د رسنیو مرکز د دولتي وزارتونو د لاسته راوړنو د بیانولو پروګرام پیل کړی دی.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ درې کاله تېر شول؛ خو اوس هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه کوم ځانګړی قانون ندی جوړ شوی او اطلاعاتو ته د لاسرسي نشتوالی د خبریالانو پر وړاندې یوه جدي ننګونه یادیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د قرغزستان د ممنوعه ډلو له نوملړه لرې کېدا وستایله

قزاقستان او ازبکستان له دې مخکې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه اسلامي امارت ایستلی او له افغانستان سره د اړیکو د ټینګولو لپاره کار کوي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت د پنجشنبې پر ورځ ویلي، چې د قرغزستان له هغه اقدامه ستاینه او هرکلی کوي، چې د اسلامي امارت نوم یې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه ایستلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د قرغزستان دا ګام په سیمه او نړۍ کې د اسلامي امارت د سیاسي درک ښکارندویي کوي او له نورو هېوادونو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا په لار کې د خنډ لرې کولو معنا لري.

اسلامي امارت ویلي، چې دا کار د پام وړ وده وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به ډیپلوماتیکې اړیکې ورسره پراخې شي.

قزاقستان او ازبکستان له دې مخکې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه اسلامي امارت ایستلی او له افغانستان سره د اړیکو د ټینګولو لپاره کار کوي.

مسکو دا هم ویلي، چې د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو لپاره کار روان دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!