تازه خبرونه

وسلوالو طالبانو په افغانستان کې ۱۷ نورې ولسوالۍ هم ونیولې

Published

on

(Last Updated On: )

په تېرو څلیریشت ګړیو کې د هېواد د ۸ ولایتونو ۱۷ ولسوالې د حکومت له ولکې وتلي او وسلوالو طالبانو نیولي دي.

د تخار ولایتي شورا یوه غړي ويلي، چې طالبانو د تخار دشت قلعه، درقد، خواجه غار، چال، نمک آب، هزار سمچ، ینګي کلا او خواجه بهاوالدین ولسوالۍ تر څارنې لاندې راوستې دي.

په نیمروز کې د خاشرود نوې آزاده شوې ولسوالي هم د وسله والو لخوا نیول شوې ده.

دغه راز حکومتي ځواکونه په سمنګان کې له  دره صوف بالا، د بلخ له چاربولک، د کندوز له دشت ارچي ، د لوګر له خروار، د فاریاب له لولاش او منجیګک، فیض آباد او د جوزجان له خانقا ولسوالیو وتلي او طالبانو نیولي دي.

په ولسي جرګه کې د تخار استازی محمد امیر خاکسار ويلي: له تېرې شپې راپدیخوا د نیمک آب، چال، ینګي قلعه، خواجه غار، هزار سمچ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې او په دشت قلعه او درقد ولسوالیو کې سخته جګړه روانه ده.

په ولسي جرګه کې د نیمروز استازی ګل احمد نورزاد ویلي: طالبان د غوره لښکري کرښو او نوي تکتیک پر مرسته له تېرې شپې راپدیخوا خاشرود ته ننوتي او د ولسوالۍ کنټرول یې ترلاسه کړی دی.

حکومتي ځواکونو په نورو ولایتونو کې ځوابي بریدونه کړي، چې شاوخوا ۲۰۰ طالب جنګیالي یې وژلي او د طالبانو لسګونه پوستې یې ویجاړې کړي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي: مونږ په نوي وضعیت کې یو. د جګړې په ډګرونو کې مخکې تګ او شاتګ پرمختګ او سقوط نه ګڼل کیږي. طالبان په هیڅ ځای کې دوه ورځنی شتون نلري.

پر دغو ولسوالیو سربېره د طالبانو د جنګی راپورونو پربنسټ دوی اوس په فاریاب کې د میمنې، په تخار کې د تالقان، زابل کې د قلات، روزګان کې د ترینکوټ، د هلمند لښکرګاه، د کندوز، فراه، غزنی ښارونو په دروازو کې پراخ پوځي شتون لري.

Trending

Exit mobile version