لوبی

نیکولاس لي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د فزیکي چمتووالي روزونکي شو

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان کرکټ بورډ څرګنده کړې، چې د انګلستان نیکولاس ټریور لي د افغان کرکټ لوبډلې د فزيکي چمتووالي روزونکی ټاکل شوی دی.

لي به د روان کال د کب پر څلورمه / د فبرورۍ پر درویشتمه د ايرلينډ پر وړاندي د افغانستان له لوبې مخکې يو ځای شي. د له ده مخکې، د دې څانګې مسوولیت جیسن ډوګلس پر غاړه درلود.

لي د انګلستان له کرکټ بورډ څخه د دوه‌یمې درجې د روزونکي سند ترلاسه کړی دی.

هغه د ۲۰۲۰ ز. کال له مارچ میاشتې راپدیخوا د بنګله دېش کرکټ بورډ د فزیکی چمتوالي د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده. له دې مخکې له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د سریلانکا لوبډلې د فزيکي چمتووالي روزونکی و.

پر پورتنیو مسوولیتونو سربېره نیکولاس ټرېور لي د ۲۰۱۷ کال چمپینز ټرافي، د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام او همدارنګه د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام له بېلابېلو لوبډلو سره د فزیکي چمتووالي د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې ده.

باید وویل شي، چې د افغانستان کرکټ بورډ په دې وروستیو کې شین کوډرمات د هیواد د کرکټ ملي لوبډلې د فیلډینګ روزونکي په توګه وټاکه او د ملي لوبډلې د غوره کارکردګۍ د شنونکي په توګه یې دنده اعلان کړه.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان کرکټ بورډ مکډرمټ د ملي لوبډلې د ډګر ساتنې روزونکي په توګه ګمارلی دی. دغه راز افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره د هڅو شننې د روزونکي په لټه کې دی، چې یاد بست اعلان ته سپارلی دی.

Trending

Exit mobile version