تازه خبرونه

ننګرهار والي د لشکر اسلام د مشر وژل کېدل تائید کړل

Published

on

(Last Updated On: )

د لښکر اسلام غړی د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې له یوې چاودنې وژل شوی دی.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ویلي، چې تېره ورځ د اچین ولسوالۍ په باندر دره کې د داعش جنګیالیو مشر منګل باغ له دوه ملګري ووژل شو.

والي امرخېل ټینګار کړی، چې منګل باغ په “ترهګریزو” هڅو کې لاس درلود.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې لشکر اسلام په پاکستان کې رامنځته شوی او له تحریک طالبان پاکستان سره په اړیکو کې دی.

منګل باغ پر ۲۰۱۶ کال په ننګرهار ولایت کې ټپي شوی و. ان د منګل باغ د مرګ خبر هم خپور شوی و، چې بیا د دې ډلې لخوا رد شو.

امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د نوموړي د نیولو لپاره د ۳ میلیون ډالرو جایزه هم ټاکلی وه.

د لشکر اسلام ډلې تر اوسه د منګل باغ د وژل کیدو په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version