لوبی

نسیم شاه له سیلاب ځپلیو سره د مرستې لپاره خپل ګټونکی بیت لیلاموي

Published

on

(Last Updated On: )

نسیم شاه، چې د تېرې اوونۍ د ۲۰۲۲ آسیا جام سیالیو په وروستي آور کې د افغانستان پر وړاندې دوه شپږیزې ووهلې؛ اوس یې پرېکړه کړې، چې خپل ګټونکی پنډلرګی یا کرکت بیت به د پاکستان د سېلاب ځپلیو سره د مرستې لپاره لیلام کړي.

د ۲۰۲۲ آسیا جام د څلور غوره لوبډلو د سیالۍ پړاو، د پاکستان او افغانستان تر منځ د سیالیو په تاریخ کې تر ټولو پر زړه پورې و.

د بابر اعظم په مشرۍ لوبډله له پوره هڅو وروسته وتوانېده، چې په وروستي آور کې د ۱۳۰ منډو هدف پوره کړي.

نسیم په شپږ توپونو ۱۱ منډو ته اړتیا لرله؛ خو د فضل الحق فاروقي د وروستي آور پر لومړیو دوه توپونو یې دوه شپږیزې ووهلې.

د NDTV د څرګندونو له مخې؛ پر هغه پنډلرګي یا کرکت بیت، چې نسیم دوه ګټونکې شپږیزې ووهلې، هغه ته د خپل ملګري محمد حسنین لخوا ډالۍ شوی و.

د پاکستان کرکټ بورد (PCB) په خپرې شوې تویت ویدیو کې نسیم شاه په ډاګه کړې؛ هغه به خپل پنډلرګی یا کرکت بیت لیلام ته وړاندې او د پیسو نیمایي برخه به یې د پاکستان سیلاب ځپلیو ته مرسته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د پاکستان له ۳۰ میلیون ډېر کسان له سېلابونو اغېزمن شوي دي.

د فرانسې خبري سرچینې د جمعې پر ورځ څرګنده کړې، چې د بلوچستان د جعفرآباد د سیمې سېلاب ځپلیو خلکو د پنجشنبې پر ورځ د خپلو ویجاړو شویو کورونو له تختو بېړۍ جوړې کړې او له خپلې سیمې وتښتېدل. په داسې حال کې، چې په زرګونه لنډمهاله کیمپونه د سویل او لویدیځ پر وچو ځمکو ورته جوړ شوي دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د وروستي راپور له مخې؛ سېلابونو شاوخوا ۱۴۰۰ کسان مړه او زرګونه کورونه ویجاړ کړي دي.

Trending

Exit mobile version