لوبی
نسیم شاه له سیلاب ځپلیو سره د مرستې لپاره خپل ګټونکی بیت لیلاموي
نسیم شاه، چې د تېرې اوونۍ د ۲۰۲۲ آسیا جام سیالیو په وروستي آور کې د افغانستان پر وړاندې دوه شپږیزې ووهلې؛ اوس یې پرېکړه کړې، چې خپل ګټونکی پنډلرګی یا کرکت بیت به د پاکستان د سېلاب ځپلیو سره د مرستې لپاره لیلام کړي.
د ۲۰۲۲ آسیا جام د څلور غوره لوبډلو د سیالۍ پړاو، د پاکستان او افغانستان تر منځ د سیالیو په تاریخ کې تر ټولو پر زړه پورې و.
د بابر اعظم په مشرۍ لوبډله له پوره هڅو وروسته وتوانېده، چې په وروستي آور کې د ۱۳۰ منډو هدف پوره کړي.
نسیم په شپږ توپونو ۱۱ منډو ته اړتیا لرله؛ خو د فضل الحق فاروقي د وروستي آور پر لومړیو دوه توپونو یې دوه شپږیزې ووهلې.
د NDTV د څرګندونو له مخې؛ پر هغه پنډلرګي یا کرکت بیت، چې نسیم دوه ګټونکې شپږیزې ووهلې، هغه ته د خپل ملګري محمد حسنین لخوا ډالۍ شوی و.
د پاکستان کرکټ بورد (PCB) په خپرې شوې تویت ویدیو کې نسیم شاه په ډاګه کړې؛ هغه به خپل پنډلرګی یا کرکت بیت لیلام ته وړاندې او د پیسو نیمایي برخه به یې د پاکستان سیلاب ځپلیو ته مرسته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د پاکستان له ۳۰ میلیون ډېر کسان له سېلابونو اغېزمن شوي دي.
د فرانسې خبري سرچینې د جمعې پر ورځ څرګنده کړې، چې د بلوچستان د جعفرآباد د سیمې سېلاب ځپلیو خلکو د پنجشنبې پر ورځ د خپلو ویجاړو شویو کورونو له تختو بېړۍ جوړې کړې او له خپلې سیمې وتښتېدل. په داسې حال کې، چې په زرګونه لنډمهاله کیمپونه د سویل او لویدیځ پر وچو ځمکو ورته جوړ شوي دي.
د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د وروستي راپور له مخې؛ سېلابونو شاوخوا ۱۴۰۰ کسان مړه او زرګونه کورونه ویجاړ کړي دي.
لوبی
د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله له افغانستان سره د ټسټ لوبې لپاره هند ته ورسېده
د افغانستان کرکټ بورډ د حشمت الله شهیدي پر مشرۍ یوه ۲۰ کسیزه لوبډله اعلان وکړ، چې د نیوزیلینډ له لوبډلې سره به په روزنیز کمپ کې وویني.
د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله د افغانستان له ملي لوبډلې سره د یوازنۍ ټسټ لوبې د ترسره کولو لپاره د هند ګریټر نویدا ښار ته ورسېده.
ټاکل شوې، چې دغه لوبه د راتلونکې دوشنبې پر ورځ ( د وږي نولسمه / د سپټمبر نهمه ) د افغانستان پر وخت د سهار پر نهو بجو پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د چارشنبې پر ورځ (د وږي اوومه) اعلان کړی، چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله له نیوزیلینډ سره د روزنیزې ناستې لپاره هند ته ورسېده.
د افغانستان کرکټ بورډ د حشمت الله شهیدي پر مشرۍ یوه ۲۰ کسیزه لوبډله اعلان وکړ، چې د نیوزیلینډ له لوبډلې سره به په روزنیز کمپ کې وویني.
دا لومړی ځل دی، چې نیوزیلینډ له افغانستان سره روزنیزه لوبه کوي.
له دې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی و، چې یوه شل کسیزه لوبډله به د سپټمبر له نهمې څخه تر دیارلسمې پورې له نیوزیلینډ سره لوبه وکړي؛ خو راشد خان د افغانستان د کرکټ ستوری د سیالۍ په دې پړاو کې نشته.
میرویس اشرف؛ د هېواد کرکټ بورډ مشر په لوبډله کې د ځوانانو استعدادونو پر شاملېدو خوښي څرګنده کړه.
میرویس اشرف ویلي: خوښ یم؛ یو شمېر هغه ځوانان، چې په کورني کرکټ کې ښه ځلېدلي په ټسټ لوبډله کې ګډون کوي.
د افغانستان په لومړنۍ روزنیزې لوبډله کې حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عبدالمالک، رحمت شاه، بهیر شاه محبوب، اکرام علیخیل، شهیدالله کمال، ګلبدین نایب، افسر ځاځي، عظمت الله عمرزی، ضیا الرحمن اکبر، شمس الرحمن، قیس احمد، ظاهر خان، نجات مسعود، فرید احمد ملک، نوید ځدراڼ، خلیل احمد او یما عرب برخه لري.
لوبی
بنګله دېش کرکټ لوبډلې پاکستان ته د شپږ ویکټو پر ټوپیر ماتې ورکړه
د بنګله دېش توپاچوونکي مهدي حسن د پاکستان لوبډلې پېنځه لوبغاړي له ډګره لرې کړل.
د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې په دوهیمه ټسټ لوبه کې کوربه لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه.
د دې لوبې لومړي پړاو، چې په راولپنډۍ ښار کې ترسره شو؛ د پاکستان ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په داسې حال کې له ډګره وایستل شول، چې دوی ۲۷۴ منډې جوړې کړې وې. د پاکستان لوبډلې لپاره سعیم ایوب ۵۸، شان مسعود ۵۷ او سلمان آغا ۵۴ منډې وکړې.
د بنګله دېش توپاچوونکي مهدي حسن د پاکستان لوبډلې پېنځه لوبغاړي له ډګره لرې کړل.
د بنګله دېش لوبډله د لومړي پړاو په پيل کې ښه ونهځلېدل او شپږ لوبغاړي يې په داسې حال کې له ډګره لرې شول، چې يوازې ٢٦ منډې يې جوړې کړې وې. داسې ښکارېده، چې پاکستان به د تېرې لوبې د ماتې غچ واخلي؛ خو لیټون ډاس د ۱۳۸ او مهدي حسن د ۷۸ منډو له جوړولو سره ټولټال ۲۶۲ منډې جوړې کړې.
پاکستاني توپاچوونکي خرم شهزاد شپږ بنګله دېشي لوبغاړي وسوځول.
په دوهیم پړاو کې بیا پاکستاني لوبغاړي ونه توانېدل، چې د بنګلادیش توپاچوونکيو مخې ته ودریږي او پرلهپسې وسوځېدل. په داسې حال کې، چې یوازې ۱۷۲ منډې یې جوړې کړې وې.
د بنګله دېش توپاچونوونکي حسن محمود د پاکستان له لوبډلې پېنځه ویکټې واخیستې.
بنګله دېش لوبډلې په دې تاریخي لوبه کې د څلورو لوبغاړو پر سوځېدو ۱۸۵ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې ماتې ورکړه.
لوبی
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ته کویټ ماتې ورکړه
د نړیوال جام په سیالیو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د وږي پر پېنځهویشتمه / د سپټمبر پر پېنځلسمه د انګولا پر وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د پېنځه وچو لوبدلو په سیالیو کې د کویټ پر وړاندې ۴-۳ ماتې وخوړه.
دا لوبه نن ماسپښین د تایلینډ په بنکاک کې ترسره شوه.
د افغانستان لپاره دا سیالۍ د ۲۰۲۴ ز. کال فوټسال نړیوال جام ته چمتوالی دی، چې ټاکل شوې یوه اوونۍ وروسته په ازبکستان کې پیل شي.
تایلینډ اوسمهال د افغانستان، تایلینډ، ګواتیمالا، نیوزیلینډ او کویټ لوبډلو په ګډون د وچو سیالیو کوربتوب کوي.
افغان فوټسال ملي لوبډله به سبا چارشنبه د دغو سیالیو په لړ کې له نیوزیلینډ سره مخ شي.
د نړیوال جام په سیالیو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د وږي پر پېنځهویشتمه / د سپټمبر پر پېنځلسمه د انګولا پر وړاندې ترسره کړي.
افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر بېنځلسمه د یکشنبې پر ورځ له انګولا سره تر سره کړي.
آریانا ټلویزیون به په ټول افغانستان کې د فوټسال مینهوالو ته دا زړهراکښونکې سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپرې کړي.
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان چارسمبالی حکومت باید له داعش سره په مبارزه کې یوازې پاتې نشي – عزیزوف
-
لوبی5 days ago
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ته کویټ ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days ago
په تېره یوه اوونۍ کې له افغانستان څخه څه باندې ۷۲ زره کسان وتلي
-
لوبی3 days ago
د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله له افغانستان سره د ټسټ لوبې لپاره هند ته ورسېده
-
نړۍ3 days ago
په امریکا کې د یوه ښوونځي زدهکوونکي ۱۳ کسنو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
تازه خبرونه3 days ago
معلوماتو ته د بشپړ لاسرسی نشتوالی د خبریالانو یوه لویه ننګونه ده
-
تازه خبرونه4 days ago
جورجیت ګانیون د یوناما د سیاسي مرستیالي په توګه وټاکل شوه
-
نړۍ4 days ago
د اوکراین په لویدیځ کې مو هوايي بریدونه پیل کړل – روسیه