تازه خبرونه
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت موندلو لپاره د کارپوهانو غونډه اعلان کړه
د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې څرګنده کړې، د کوکنارو د بدیل کښت موندلو لپاره یې په کابل کې د کارپوهانو یوه غونډه جوړه کړې ده.
د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په ایکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو د بديل کښت د موندلو لپاره نورو ډېرو ناستو او بحثونو ته اړتيا ده.
د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ویلي؛ مونږ د بدیل معیشت په اړه ډېرو بحثونو ته اړتیا لرو.
اسلامي امارت ویاند د ملګرو ملتونو له دې غونډې هرکلی کړی او وايي، چې له نشهيي توکو څخه د پاک افغانستان لپاره د بدیل فصلونو موندل اړین دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې اوس په افغانستان کې د کوکنارو کښت منع دی او اسلامي امارت غواړي، چې له افغانستان څخه نشهيي توکي د تل لپاره له منځه یوسي.
د چارو کارپوهان په دې باور دي، چې که څه هم د اسلامي امارت له بیا جوړیدو سره د نشهیي توکو کښت منع او کم شوی؛ خو دا ډول غونډې او راپورونه کافي نهدي او دولت باید د نشهیي توکو د قاچاق پر وړاندې جدي اقدام وکړي. که د کوکنارو د بدیل کښت لپاره هڅه ونهشي شونې ده، چې خلک بېرته د کوکنارو کښت ته راوګرځي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې اعلان کړی، چې سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.