سیمه ییز خبرونه
مصر د خپلو سیاحتي شرکتونو پر فعالیتونو بندیز ولګاوه
د حج په مرسمو کې اسانتیاوې د سعودي چارواکو لخوا هغو کسانو ته نه رامنځته کیږي، چې پر شخصي ویزو یې سفر کړی وي.
مصر د حج پر مهال د ۵۳۰ حاجیانو د مړه کېدو په غبرګون کې د ۱۶ سیاحتي شرکتونو کاري جوازونه بېرته واخیستل او څارنوالۍ ته وروپېژندل شول.
طبي او امنیتي سرچینو ناورین څېړونکي بنسټ ته ويلي، چې لږ تر لږه ۵۳۰ مصریان د سږني حج د ترسره کولو پر مهال مړه شوي دي.
دغه بنسټ د پنجشنبې پر ورځ د لومړي وزیر مصطفی مدبولي په مشرۍ جوړ شوي کنفرانس ته د نوموړي د څرګندونو له مخې ویلي، چې د ۳۱ مړینې د اوږدې ناروغۍ په پایله کې تائید شوي.
په دې راپور کې پرته له دې، چې د کوم سیاحتي شرکت نوم واخیستل شي؛ وایي، مړه شویو حاجیانو ته د سفري اسانتیاوو په ګډون طبي خدمتونه هم وړاندې شوي ندي.
دغه راز زیاته شوې؛ دې شرکتونو سعودي ته د حج د ویزو پر ځای حاجیان د شخصي لیدنو پر ویزو لیږلي، چې یوازې مکې ته د رسیدو اجازه لري.
د حج په مرسمو کې اسانتیاوې د سعودي چارواکو لخوا هغو کسانو ته نه رامنځته کیږي، چې پر شخصي ویزو یې سفر کړی وي.
دغه راز هغه حاجیان، چې مړه شوي؛ د نیولو یا ایستلو له وېرې یې مکې مکرمې ته د رسېدو لپاره د صحرا لار غوره کړې ده.
مصري چارواکي دا هم وايي، چې دې سفري شرکتونو حاجیانو ته مناسبه استوګنه هم نده چمتو کړې او د لوړې تودوخې له کبله حاجیان له ستړیاوو سره مخ شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې مصري چارواکو د راجستر شويو مصري حاجیانو په منځ کې د ۳۱ مړینې مستندې کړي، چې د مړینې لامل یې مزمنې ناروغۍ دي.
په اړوند څرګندونو کې راغلي، چې ډېري مړه شوي کسان غیر راجستر شوي کسان ول.
په دې وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان په ښار کې، چې د تودوخې درجه د سانتيګراد له ۵۱ درجو څخه هم لوړه شوې؛ په سلګونه کسان د حج د مراسمو د ادا کولو پر مهال مړه شوي دي.
اړوند خبرون:
د افغان حاجیانو لومړی کاروان کابل ته راستون شو
د تونس ولسمشر د مذهبي چارو وزیر له دندې ګوښه کړ