تازه خبرونه
له طالبانو سره په نښته کې د تخار ولایت لږ تر لږه ۵ پاڅونوالو وژل شوي

د تخار ولایت پولیسو ویلي، چې طالبانو تېره شپه د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پاڅونوالو د قومندان تاتار پر پوستو بریدونه کړي.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وایي؛ په دې پېښه کې د پاڅونوالو ۵ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
نومکوړي زیاته کړې؛ دغه برید د پاڅونوالو له ټینګار سره مخ شوی او وسلوال مات شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې طالبانو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې؛ خوږ بشپړ شمېر یې ناڅرګند دی.
سیمه ییز پاڅونوال هغه ځواکونه دي، چې په سیمه کې له ملي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره له وسلوالو مخالفانو سره جنګیږي.
تازه خبرونه
د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوی تهران ته رسېدلی

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ټویټ کړې، چې د ایرانیو چارواکو په رسمي بلنه د دوی یو پلاوی د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ تهران ته رسېدلی دی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالب پلاوی به د ایران د بهرنیو چارو له وزیر، د افغانستان په چارو کې د هغه هېواد له ځانګړي استازي او نورو مشرانو سره د افغانستان پر امنیتي او سیاسي وضعیت، سولې او کډوالو بحث او خبرې وکړي.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر ویلي، چې سوله له ستونزمن پړاو سره مخ شوې دواړه خواوې باید لازم یووالی را منځته کړي.
د اروپایي ټولنې سفیر اندریاس فون برانت وایي: زه فکر کړم، چې د سولې خبرې په ستونزمن پړاو کې دي؛ خو مهمه دا ده، چې په دوحه کې دواړه لوري په اړیکه کې دي او ټول څه هلته ندي. تاسې باید په کابل یا افغانستان کې لازم یووالی پیدا کړئ او هغه څه، چې مونږ یې هیله من یو دا دي، چې دواړه لوري په دوحه کې باید د لازمو امتیازاتو ورکړې ته چمتوالی ولري او د لارې د نقشې د جوړولو لپاره باید واک او سوله ګډه شي.
دغه راز د کابل په یوې څنډه کې، د وروستیو جګړو ځینې قربانیان او معلولان ټینګار کوي؛ داسې سوله غواړي، چې د خلکو عزت په کې خوندي شي.
د معلولانو او شهیدانو د ورثه وو ټولنې مشر سید آغا ملکزاده ویلي؛ داسې سوله غواړو، چې د ټولو حقونه په کې خوندي شي. داسې نشي، چې یو شمېر په واک و ځواک کې مستان وي او خلک په بدبختیو کې شي.
د جګړې د یوه قرباني شوې کورنۍ غړې پري ګل ویلي؛ مونږ په افغانستانم کې رښتینې سوله غواړو، چې ښځې، ماشومان او میندې په کې ډاډمنې او خوندي وي.
په کابل کې حکومتي لوړپوړي چارواکي هم پر سوله سلا مشورې کوي؛ ولسمشر غني د سې شنبې پر ورځ له حامد کرزي، عبدالله عبدالله او عبدرب الرسول سیاف سره لیدلي او د اوربند، تاوتریخوالي کمي، د سولې د ټینګښت، سیاسي اجماع او د وینو د تویېدو پر مخنیوي بحث او خبرې کړي دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي پر مشرۍ په داسې حال کې ایران ته سفر کړی، چې په دوحه کې د افغانستان حکومتي پلاوی د سولې خپلمنځي خبرو پیلولو ته په تمه دی.
تازه خبرونه
طالبان او القاعده نږدې اړیکې لري – امریکا

د امریکا خزانې وزارت په یوه نوي راپور کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د طالبانو تر ملاتړ لاندې القاعده مخ پر ځواکمنېدو ده.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ که څه هم طالبانو له امریکا سره په هوکړه کې ژمنه کړې، چې له القاعدې سره اړیکې پرې کوي؛ خو دوی دواړه اوس هم نږدې اړیکې لري.
په دې راپور کې راغلي؛ القاعده په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو تر ملاتړ لاندې پیاوړې شوې ده. دوی د طالبانو تر څارنې لاندې سیمو کې خپلې هڅې روانې ساتلې دي.القاعده تر دې دمه د هغو ډلو او اشخاصو پر مرستو تکیه کړې، چې باور لري د دوی پیسې باید د بشري اهدافو لپاره وکارول شي.
راپور په ډاګه کړې، چې طالبان د خپلو سلاکارانو له لارې له القاعدې سره په اړیکه کې دي او ترې مشورې، لارښوونې او مالي ملاتړ تر لاسه کوي.
راپور زیاته کړې: د حقاني شبکې لوړپوړیو څېرو د القاعدې پر مالي ملاتړ او همکارۍ د یوې ګډې قطعې پر جوړولو بحث او خبرې کړې دي.
د امریکا خزانې وزارت په ډاګه کړې، چې د القاعدې افرادو او تحریک طالبان پاکستان غواړي، چې په سرحدي سیمو کې د خوندي پټنځایونو پر جوړولو لپاره کار کوي.
یاد وزارت ویلي؛ القاعده له خپل مشرتابه څخه د دوی د هندي برخې لپاره پیسې تر لاسi ه کوي. د ۲۰۲۰ کال په می میاشت کې طالبانو او القاعده پیاوړې اړیکې درلودې او تودې اړیکې او لیده کاته یې لرل.
د خزانې وزارت راپور دا هم ویلي، چې دا عش جنګیالي په افغانستان کې پر مالیې راټولولو، شوکو او نورو مالي سرچینو ډېره تکیه کوي.
د راپورونو له مخې؛ په ننګرهار کې پر ۲۰۱۹ کال طالبانو او افغان حکومت د داعش پر پټنځایونو بریدونه وکړل او څرګنده شوه، چې دغه ډله له طبیعي سرچینو مالي امکانات تر لاسه کوي.
طالبانو او افغان حکومت تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
له دې مخکې د امریکا ملي امنیت شورا خپل افغان سیال حمدالله محب ته ویلي وه، چې امریکا له طالبانو سره پر لاسلیک شوې هوکړې له سره غور کوي.
تازه خبرونه
د ۱۸ ډوله غوښې له تړون سره مخالفت مې د ګوښه کېدو لامل دی – ارغندیوال

د مالیې پخواني وزیر عبدالهادي ارغندیوال ويلي، چې د ارګ خانګړې کړۍ له هغې وروسته له دندې ګوښه کړ، چې د چارو ادارې د اتلس ډوله غوښې او په لوړه بیه د تېلو له تړنونو سره مې مخالفت څرګند کړ.
ولسمشر غني د شنبې پر ورځ د یوه حکم له مخې عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت له دندې ګوښه کړ. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وه، چې ارغندیوال د عوایدو په راټولو کې بې پروايي کړې او د ولسمشر له سپارښتنو یې سرغړونه کړې ده.
عبدالهادي ارغندیوال د دوشنبې پر ورځ خبري رسنیو ته په ډاګه کړه، چې د ارګ ځانګړې کړۍ د مالیې وزارت په چارو کې لاسوهنه کوله او د همدې کړۍ لخوا له دندې ګوښه شوی دی.
د مالیې وزارت پخوانی وزیر عبدالهادي ارغندیوال وایي: له هغې وروسته له دندې ګوښه کړ شو، چې له ده څخه د تدارکاتو ملي کمیسیون د غړیتوب غوښتنه وشوه؛ خو ده ونه منله او د چارو ادراې لپاره د اتلس ډوله غوښې او په لوړه بیه د تېلو له تړنونو سره یې مخالفت وکړ.
ارغندیوال وايي، چې د مالیې په وزارت کې یې له فساد سره جدي مبارزه کړې او د ده د هڅو برکت و، چې د ژنیو په نړیواله غونډه کې نړیوالو له افغانستان سره د میلیارډونو ډالرو مرستې اعلان وکړ.
عبدالهادي ارغندیوال په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې ملاتړی و او له همدې کبله مالیې وزارت ته وروپېژندل شو او له ولسي جرګې یې هم د باور رایه تر لاسه کړې وه.
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
چین او تاجکستان له افغانستان سره په پوله پوځي خوزښتونه لري
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
امریکا له طالبانو سره د سولې پر هوکړه بیاکتنه کوي
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
ډونلډ ټرمپ له دوه اوونیز ځنډ وروسته استیضاح کیږي
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
خلیلزاد به د سولې د استازي په توګه خپله دنده روانه ساتي
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
طالبان باید له پاکستان سره اړیکې پرې کړي– اشرف غني
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
پاکستان د طالبانو او امریکایانو د هوکړې پلي کېدل غواړي
-
تازه خبرونه1 ورځې مخکې
په کابل کې د ایټالیا سفارت پر یوه زغروال ګاډي ماین چاودنه شوې
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
د افغانستان د بحران د حل لپاره به نړیواله تاریخي ناسته راوغوښتل شي