لوبی

قطر له نړیوال جام مخکې زرګونه بهرني کارګران له خپلو کورونو ایستلي

Published

on

(Last Updated On: )
په قطر کې استوګنو بهرنیو کارګرانو رویټرز ته ویلي؛ قطر په زرګونه آسیایي او آفریقایي کارګران د دې لپاره له خپلو کورونو ایستلي، چې په کې د فتبال نړیوال جام د لوبو مینه وال واوسیږي.
 

کارګران وايي، چې د چارواکو لخوا له ۱۲ ډېرې ودانۍ تړل شوي او ډېري آسیایي او آفریقایي کارګران اړ دي، چې د خپل پخواني کور څخه بهر د سرپناه موندلو لپاره پر ځمکه ویده شي.

دا هڅه د فوتبال نړیوال جام له پیلدا لږ تر لږه څلور اوونۍ مخکې په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې قطر له بهرنیو کارګرانو سره د ناسم چلند او سختو ټولنیزو مقرراتو له کبله تر سختو نړیوالو څېړنو لاندې دی.

د دوحې د المنصوره د اړوند سیمې په یوه ودانۍ کې، چې د استوګنو په وینا؛ ۱۲۰۰ کسان پکې اوسېدل؛ چارواکو تېره چارشنبه د شپې شاوخوا ۸ بجې خلکو ته وویل، چې له کورونو څخه د وتلو لپاره یوازې دوه ساعته وخت لري.

بیا د شپې پر لس نیمو بجو بېرته راغلل او ټول یې پر زوره وویستل او د ودانۍ دروازې یې وتړلې. ان، چې ځینو يې ونشو کولی د خپلو شیانو راټولولو لپاره په وخت بیرته راستانه شي.

بله ورځ، یو سړی، چې د ۱۰ نورو نرینه وو سره د دوه یمې شپې لپاره په سړک کې خوب کولو ته چمتو کېده؛ د چارواکو غچ اخیستنې له وېرې یې د نوم د نه ښودلو پر شرط رویترز ته وویل: مونږ د تګ لپاره هیڅ ځای نلرو.

د قطر یوه حکومتي چارواکي ویلي، چې دغه ایستل له نړیوال جام سره هیڅ تړاو نلري او د دوحې د سیمو د بیا تنظیمولو لپاره د روانو پراخو او اوږدمهالو پلانونو سره سم دیزاین شوې دي.

چارواکو ویلي: ټولو له هغې وروسته په خوندي او مناسبو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي او د ویستلو غوښتنه هم له خبرتیا سره سمه ترسره شوې ده.

د قطر د درې میلیوني وګړیو څخه شاوخوا ۸۵ سلنه بهرني کارګران دي.

یو له دغو کارګرانو رویترز ته ویلي؛ هغه کارګران، چې د نړیوال جام کوربتوب ته یې د قطر بېخبناوې چمتو کړي؛ سیالۍ ته له نږدې کیدو سره له دندې ګوښه شوي دي.

هغه وایي: لوبغالي چا جوړ کړل؟ سړکونه چا جوړ کړل؟ چا هر څه چمتو کړل؟ افغانانو، بنګالیانو، پاکستانیانو. اوس مونږ ته ورته خلک ټول وتلو ته اړ کوي.

په قطر کې له اداراتو څخه د بهرنیو کارکوونکیو د ایستلو لړۍ په داسې حال کې ترسره کیږي، چې نړیوال جام ته ۲۲ ورځې پاتې دي.

د بشري حقونو ډلو له څو کلونو راپدیخوا پر قطر تور پورې کړی، چې د بهرنیو کارګرانو له حقونو څخه په ناوړه چلند او سرغړونې لاس پورې کوي.

Trending

Exit mobile version