نړۍ
شمالي کوریا یو ناپېژندل شوی بالستیک توغندی توغولی
د جنوبي کوریا پوځ ویلي، شمالي کوریا د جاپان ختیځ سمندرګي ته یو ناپېژندل شوی بالستیک توغندی توغولی دی.
د جنوبي کوریا پوځ په یوه بیان کې ویلي؛ د توغندي پر کچه، لوړوالي او چټکتیا دمګړۍ څېړنې روانې دي.
د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې؛ ویل کیږي، چې د شمالي کوریا توغندی د جاپان له ځانګړې اقتصادي سیمې بهر غورځېدلی دی.
دا ازمایښت یوه ورځ وروسته له هغه کیږي، چې د سویلي کوریا پوځ د شنبې پر ورځ ویلي، چې شمالي کوریا د هېواد ختیځ ساحل ته څېرمه له یوه اوبتله د بالستیک توغندي د توغولو هڅه کوي.
د رونالډ ریګن یو ایس ایس الوتکې لېږدوونکې بېړۍ د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځ په ګډو روزنیزو هڅو کې د ګډون لپاره پرون د جنوبي کوریا د بوسان بندر ته ننوتې ده.
د دغه راپور له مخې؛ امریکايي چارواکي د شمالي کوریا وروستي پرمختګونه له نږدې څاري.
د امريکا د پوځي سرچينو د څرګندونو له مخې؛ د شمالي کوریا د شمال ختيځ د سينپو په ساحلي ښار کې د دغه هېواد د اټومي ازموينې د فعاليتونو نښې ليدل شوې دي.
د امریکا د ولسمشر مرستیاله کمالا حارث د دوشنبې پر ورځ د تلې څلورمه جاپان ته په څلور ورځني سفر ځي او بیا به جنوبي کوریا هم سفر وکړي.
هاریس جاپان ته په خپل سفر کې د جاپان د پخواني لومړي وزیر په جنازه کې ګډون کوي.
هارس به د پنجشنبې پر ورځ (د تلې ۷ ) د جنوبي کوریا له ولسمشر یون سوک یول سره هم وګوري.
دا په داسې حال کې ده، چې سویلي کوریا او امریکا به د روانې میاشتې په پای کې د امریکا د اټومي الوتکې لېږدوونکې بېړۍ په روزنیزو هڅو کې برخه واخلي.