کوید۱۹

شمالي کوریا له کرونا سره په مبارزه کې خپله بریا څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: )
رویترز د شمالي کوریا د مشر د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې شمالي کوریا د کرونا ویروس پر وړاندې په مبارزه کې خپله بریا اعلان کړې؛ خو خور یې وایي، چې ورور یې د کرونا پر تبه اخته شوی او لامل یې جنوبي کوریا بولي.

کیم یو جونګ دا هم ویلي، چې ورور یې د جنوبې کوریا پر وړاندې ان د مرګونې مبارزې اعلان کړی دی.

هغې ان څرګنده کړې، چې کیم جونګ اون ډېر ناروغه و؛ خو د خلکو د اندېښنو له امله یې د یوې شېبې لپاره هم پټولی نشوه.

د شمالي کوریا خبري آژانس سي ان ای هم راپور ورکړی، چې کیم د می په میاشت کې د ساري ناروغۍ ضد اقداماتو د پورته کولو امر وکړ او زیاته یې کړه، چې شمالي کوریا باید د وبا ضد قوي خنډ وساتي او د روغتیا بحران پای ته تر رسیدو پورې دې د وبا ضد کار ته دوام ورکړي.

Trending

Exit mobile version