لوبی
سویلي افریقا ویسټ انډیز ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه
دې لوبډلې نن ( دوشنبه د چنګاښ څلورمه ) د ۸ غوره لوبډلو د پړاو په خپله درېیمه لوبه کې کوربه ویسټانډیز ته د ۳ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.
دې لوبډلې نن ( دوشنبه د چنګاښ څلورمه ) د ۸ غوره لوبډلو د پړاو په خپله درېیمه لوبه کې کوربه ویسټانډیز ته د ۳ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.
د سویلي افریقا لوبډلې د دې سیالیو نیمهپایلوبې ته لار پیدا کړه.
د ۸ غوره لوبډلو له دوهیم ګروپ څخه انګلستان او سویلي افریقا نیمه پایلوبې ته ووتل، امریکا او کوربه ویسټانډیز له دې سیالیو بهر شول.
ویست انډیز لوبډلې لومړۍ پاڼۍ کې ۱۳۴ منډې وکړې اوسیال ټيم ته یې د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه.
همدارنګه د تیرې شپې په لوبه کې بیا انګستان او امریکا کرکټ ټیمونه سره مخ شول، چې امریکا ماتې وخوړه او انګلستان نیمه پایلوبې ته لار پيدا کړه.
دا سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون له لارې خپریږي.
اوند خبرونه:
د افغانستان کرکټ لوبډلې اسټرالیا ته تاریخي ماتې ورکړه