تازه خبرونه
د ګمرکونو عمومي ریاست له ټاکلي هدف څخه زیات عواید راټول کړل – مالیې وزارت
(Last Updated On: )
د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت ويلي؛ د ۱۴۰۱ مالي کال په پیل کې د ګمرکونو عمومي ریاست د ۹۶ میلیارد افغانیو عوایدو هدف ټاکلی و؛ خو د ګمرکونو عمومي ریاست وتوانید، چې د عوایدو کچه د کب تر څوارلسمې ۱۰۵ اعشاریه څلور میلیارد افغانیو ورسوي.
د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې، په ۱۴۰۱ مالي کال کې د ګمرکونو ټول حقیقي عواید ۱۱۱.۵ میلیارد افغانیو ته لوړ شوي، چې د ټاکل شوي هدف په پرتله ۵.۸ سلنه یا ۶.۱ میلیارد افغانۍ زیاتوالی ښيي او دا د هېواد د ټولو عوایدو ۵۷.۷ سلنه جوړوي، چې له دې مخکې د هېواد ګمرکونو دومره عواید نه وو راټول کړي.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د ګمرکونو عمومي ریاست د ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز مالي کال په عوایدو کې ۹۴.۲۷ میلیارد افغانۍ له وارداتو، ۱۵.۲۴ میلیارد افغانۍ له صادراتو او ۲.۰۲ میلیارد افغانۍ له بهرني ترانزیته ترلاسه کړې دي.