تازه خبرونه
د چاپان سفیر د بلخ مرستیال والي ته د همکاریو ډاډ ورکړ
د افغانستان په چارو کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ دوي هوډ لري، چې په روغتیایي، سوداګریزو او يوشمېر نورو برخو کې خپل فعاليتونه نور هم وغځوي.
د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابوادریس د افغانستان لپاره د جاپان هېواد د سفیر تاکایوشي کورمایا پر مشرۍ له یوه پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د بلخ ولایت مقام د رسنیو مرکز په ایکس پاڼه کې لیکلي: د دغې کتنې پر مهال د ملګروملتونو پراختيايي پروګرامونو رییس استیون رودریګز او سیمهییزو چارواکو ګډون درلود.
د بلخ مرستیال والي د چاپان هېواد د یوه شمېر پرمختيايي پروژو له پلي کېدا څخه د مننې تر څنګ وبلي: اوسمهال په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ دی او تاسې کولی شئ، چې په دې هېواد کې د پانګهاچونې ترڅنګ ښه همکاري وکړئ.
نوموړي د پاکو ابو نشتوالي، د چګډمونو جوړولو ،له کرنې ملاتړ، د آمو سیند غاړې بنسټیزه بيارغونه، د پرمختيايي او بڼسټیزو پروژو پلي کولو، د ساري ناروغیو د درملنې، د روغتیايي پرسونل پر ظرفیت لوړونې، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړولو او د جاپان د مرستو او دوامدارې همغږۍ په تړاو د مرستې غوښتنه وکړه.
د افغانستان په چارو کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ دوي هوډ لري، چې په روغتیایي، سوداګریزو او يوشمېر نورو برخو کې خپل فعاليتونه نور هم وغځوي.
تاکایوشي وایي: زمونږ د سفر موخه د دې ولایت پر روانو حالاتو او تطبيق شویو پروژو او د دې ولایت اساسي اړتياوي د سروي ترڅنګ ستونزو ته د حل لارې پېدا کول دي.
نوموړي زیاته کړې:د اسلامي امارت له راتګ سره په دې هېواد کې بشپړ امنيت شتون لري او مونږ هم هڅه کوو، چې خپلې زیاتي پروژې پلې کړو.
ویل کیږي، چې د جاپان سفیر د همکاريو د ډاډ ترڅنګ ويلي: چې نړۍ به له افغانستان سره تعامل ته وهڅوي. مونږ نه یوازې د افغانستان تر څنګ ولاړ یوو، بلکې د افغانانو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو او دیني، ملي او کلتوري ارزښتونو ته مو درناوی لرو.
نور اړوند خبرونه:
جاپان دې د تکنالوژۍ او کانونو په برخه کې پانګونه وکړي – عبدالسلام حنفي