سوداگري

د هېواد صنعتکاران د زیاتې مالیې د ورکړې په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: )

د صنایعو او هټیوالو خونې له حکومتي چارواکو سره په ګډه ناسته کې ويلي؛ په هېواد کې صنعتکاران او هټیوال د زیاتې مالیې د ورکړې په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، چې پاملرنه غواړي.

د صنایعو او هټیوالو د خونې مشر ټینګار کوي، چې که شته ستونزې حل نشي؛ نو دا به د مالیې د غلا او په هېواد کې د دوی د فعالیتونو د بندېدو لامل شي.

د صنایعو او صنایعو خونې مسولین وايي، چې زیاته مالیه نشي ورکولی او اسلامي امارت باید په دې برخه کې همکاري وکړي.

دوی له اسلامی امارته غواړي، چې د پانګوالو او مسلکی کسانو له لارې اړوند ستونزې لرې او د حل لار ورته ومومي.

د صرافانو او هټیوالو د خونې مشر نور الحق عمري وایي: اوسنۍ مالیه، چې له تېرو پېنځه کلونو ټاکل شوې؛ په اوسنيو اقتصادي شرایطو کې د تادیې وړ نده او د مالیې د غلا او اقتصادي هڅو د درېدو لامل کیږي.

اسلامي امارت ويلي، د لویو او وړو سوداګرو او پانګوالو د ستونزو د حل لپاره پلان لري او ډېر ژر به د دوی ستونزې حل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: د جګړې له پای ته رسولو وروسته  مو ټولې هڅې د هېواد او اقتصادي ودې او پرمختګ لوري ته راڅرخېدلي او ډېر ژر به را منځته شوې ستونزې حل شي.

د مالیې وزارت چارواکي هم د کوچنیو سوداګرو او صنعتکارانو لخوا په تادیه شویو مالیاتو کې له ۵۰ سلنې څخه د ډېر تخفیف خبره کوي.

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي مشر معراج محمد معراج وایي: مونږ تاسې ته له ۵۰ سلنې څخه ډېر تخفیف په پام کې نیولی دی. زما غوښتنه داده، چې مالیه لګښت مه شمېرئ. مالیه لګښت ندی، دا یوه پانګونه ده.

د اقتصاد وزارت رهبري هم په هېواد کې د کوچنیو صنایعو او تولیدونکیو پر همکارۍ او ملاتړ ټینګار کوي.

د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف وایي: د تېرو ۲۰ کلونو د اشغال پرمهال لسګونه میلیونه ډالر د بیارغونې پر نومونو ولګول شول.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارسمبالی محمد خالد حنفي ویلي؛ کله، چې خوندي چاپېریال نه وي؛ خلک به د تېرو شل کلونو په څېر اندېښمن وي. خپل تېر ژوند او عمر ته وګورئ.

د صنایعو او هټیوالو خونې د څرګندونو له مخې، د کرونا ویروس د خپرېدو او د تېر حکومت د نه ملاتړ له کبله څلوېښت سلنه کسبګرو خپلې دندې له لاسه ورکړې وې.

Trending

Exit mobile version