سیمه ییز خبرونه
د هند درې ښارونه د دیوالي له کلنۍ ننداریزې وروسته د نړۍ په لس ککړو ښارونو کې راغلل
د هند درې ښارونه د دوشنبې پر سهار د دیوالي له کلنۍ ننداریزې وروسته د ککړتیا له پلوه د نړۍ په لس بدو ښارونو کې راغلل، چې په کې ډېری پتاکۍ کاریږي.
د سویسي ټولنې IQAir د راپور له مخې؛ د هند پلازمېنې نوي دیلي د ککړو ښارونو په نوملړ کې لومړی ځای نیولی او د هوا د ککړتیا شاخص یې ۴۲۰ دی، چې تر ټولو خطرناک حالت دی.
د ختیځ هند کلکتې ښار د هوا د ککړتیا په برخه کې د نړۍ په ۱۰ ډېرو بد ښارونو کې د ۱۹۶ککړتیا پر لرلو څلورم ځای خحپل کړ. په داسې حال کې، چې مالي پلازمېنه ممبي د۱۶۳ ککړتیا سرهد شاخص له مخې اتم ځای لري.
د هوا د کیفیت شاخص له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې روغ خلک اغېزمنوي او پر ناروغیو اخته خلکو لپاره پوره خطرناکه هوا ده. په داسې حال کې، چې له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ پورې هغو خلک ځوروي، چې د تنفس، سږو او زړه له ستونزو سره مخ دي. له صفر څخه تر ۵۰ پورې بیا مناسب حالت ګڼل کیږي.
په نوي دیلي کې د یکشنبې له شپې راپدیخوا د دوړو یوه پراخه طبقه ګرځي، چې له نیمې شپې وروسته د هوا د کیفیت شاخص یې ۶۸۰ ته ورسید.
هر کال چارواکي د هند په پلازمېنه دیلي کې پر پتاکيو بندیز لګوي؛ خو دا بندیزونه ډېر لږ پلي کیږي.
په هند کې د هوا کیفیت هر کال له ژمي څخه مخکې خرابیږي. کله، چې سړه هوا د موټرو، صنعت، ساختماني دوړو او د کرنیزو کثافاتو سوځول ککړتیاوې رامنځته او هوا خرابوي.
سیمه ییز خبرونه
په بنګله دېش کې د شیخ حسینه د نیولو امر وشو
دا لاریونونه، چې د دولتي دندو د ونډې پر ضد د زدهکوونکیو پر مشرۍ د غورځنګ په توګه پیل شول؛ د ۱۹۷۱ کال د بنګله دیش له خپلواکۍ راپدېخوا په ترټولو خونړۍ ناکراریو بدل شو. د دغو لاریونونو پر مهال له ۷۰۰ ډېر کسان ووژل شول او ګڼشمېر نور ټپیان شوي دي.
د بنګله دیش د جرمونو نړیوالې محکمې د پنجشنبې پر ورځ د دې هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د نیولو امر صادر کړی، چې د تېر کال په پیل کې د تاوتریخجنو لاریونونو د ډلهییزو وژنو له کبله تورنه پېژندل شوې ده.
دا لاریونونه، چې د دولتي دندو د ونډې پر ضد د زدهکوونکیو پر مشرۍ د غورځنګ په توګه پیل شول؛ د ۱۹۷۱ کال د بنګله دیش له خپلواکۍ راپدېخوا په ترټولو خونړۍ ناکراریو بدل شو. د دغو لاریونونو پر مهال له ۷۰۰ ډېر کسان ووژل شول او ګڼشمېر نور ټپیان شوي دي.
شیخ حسینه له دې تاوتریخوالي وروسته هند ته وتښتېده.
سیمه ییز خبرونه
د بنو د پوليسو په مرکزي دفتر کې ۳ پاکستاني پوليس ووژل شول
هغه وایي، برید کوونکیو درې پولیس افسران او یو ملکي وګړی، چې په کمپلکس کې یې کار کاوه ووژل.
رویټرز راپور ورکړی، چې اسلامپالو جنګیالیو د دوشنبې پر ورځ د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پولیسو پر یوه مرکزي دفتر برید وکړ؛ درې پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.
د ولايت امنيه قومندان اختر حيات رويټرز خبري سرچینې ته ويلي؛ وسلوالو د بنو د امنيه قومندانۍ او د استوګنې پر يوه کمپلکس برید د پېنځه ځانمرګو بريد کوونکي پر وژلو پای ته رسېدلی دی.
هغه وایي، برید کوونکیو درې پولیس افسران او یو ملکي وګړی، چې په کمپلکس کې یې کار کاوه ووژل.
د راپور له مخې؛ پېښه د بنو په ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې د شمالي وزیرستان له ناکراره قبایلي سیمې سره د پاکستان او افغانستان پر پوله پرته ده، ګې د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه شاوخوا ۳۵۰ کیلومټره لرې ده.
د تحریک طالبان پاکستان (TTP) یوه ویاند د دغه برید مسوولیت منلی دی.
سیمه ییز خبرونه
اسرائیل ښايي د ایران پر یوشمېر بنسټونو برید وکړي
راپور د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې، چې نومونه یې ندي اخیستل شوي لیکلي، داسې نښې نشته، چې اسرائیل دې اټومي ودانۍ پر نښه یا دې د افرادو پر ضد وژونکي عملیات ترسره کړي.
د انبيسي ټلویزیوني څانګې د شنبې پر ورځ راپور ورکړ؛ امریکايي چارواکي په دې باور دي، چې اسرائیل به د ایران د وروستي برید په ځواب کې د دې هېواد ځینې پوځي او د انرژۍ بېخبناوې تر بریدونو لاندې راولي.
راپور د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې، چې نومونه یې ندي اخیستل شوي لیکلي، داسې نښې نشته، چې اسرائیل دې اټومي ودانۍ پر نښه یا دې د افرادو پر ضد وژونکي عملیات ترسره کړي.
راپور زیاته کړې؛ اسرائیلو هم وروستۍ پرېکړه نده کړې، چې کله او څنګه ځواب ورکړي.
د دغه راپور له مخې، د اسرائیلو غبرګون ښايي د یوم کیپور د رخصتیو پر مهال هم ترسره شي.
اسرائیلو تل ویلي؛ د ایران د هغو توغندیزو بریدونو ځواب به ورکړي، چې په لبنان او غزې د اسرائیلو پر لریدونو د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه او د حزب الله د حسن نصرالله د وژل کېدو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
د واشنګټن او تل ابیب ترمنځ پر ایران د اسرائیلو د برید په اړه مشورې اوسهم روانې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا لسګونه افغان کډوال ووژل شول
-
نړۍ4 days ago
امریکا د ایران د احتمالي برید د مخنیوي لپاره اسرائیل له خپل دفاعي سیسټمه برخمنوي
-
نړۍ2 days ago
د اوکراین په جګړه کې د روسیې او شمالي کوریا پوځي همکارۍ امریکا اندېښمنه کړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د قطر او آلمان چارواکو د افغانستان حالات وارزول
-
تازه خبرونه4 days ago
هالینډ او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو پر تړون غور پیل کړ
-
لوبی5 days ago
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د هانګ کانګ لوبډلې ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
د ډلهییز امنیت تړون د افغانستان پولې ته څېرمه د پوځي روزنیزو هڅو له ترسره کولو خبر ورکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
افغانستان د نړۍ د ۲۶ بېوزلو هېوادونو په نوملړ کې راغلی – نړیوال بانک