تازه خبرونه

د نشه يي توکو د کښت، توليد او قاچاق پر وړاندې کلکه مبارزه روانه ده

Published

on

(Last Updated On: )

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي؛ په وروستیو میاشتو کې شاوخوا دوه زره هکټاره ځمکه د نشه يي توکو له کښت پاکه او له ۱۰۰۰ ډېر روږدي کسان مو له ښاره د درملنې لپاره راټول کړي دي.
د هرات سیمه ییزو چارواکو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د نړيوالې ورځې د نمانځغونډې پر مهال د نشه يي توکو د کښت، توليد او قاچاق پر وړاندې د جدي مبارزې ډاډ څرګند کړ.
دوی دغه راز ټینګار کړی، چې په دې ولایت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې بهیر هم روان دی.
د هرات پوليسو څرګنده کړې؛ امنيتي ځواکونه د نشه يي توکو د کښت، توليد او پلور د مخنيوي لپاره هڅې کوي او لسګونه کسان يې د نشه يي توکو د پلور په تړاو نيولي دي.
د هرات امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر حیات الله روحاني ویلي: لکه څنګه، چې تجربې ښودلې د نشه يي توکو د پلورونکیو تر نيولو پورې به د روږدو کسانو شمېر کم نشي. مونږ شاوخوا ٢٥٠ عمليات کړي، د نشه يي توکو ډېر سوداګر مو نيولي او د هغوى دوسيې مو عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږلې دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست د نشه يي توکو د اړتیا کمولو عمومي مدیر داکتر سید محمد سادات وایي:
هغه بنسټیز او اساسي کار، چې اسلامي امارت یې باید ترسره کړي هغه دادی، چې د روږدو روغتون له پروژه یي حالت راوباسي او د افغانستان د روغتیا سیستم ته یې وسپاري.
د اړوند بنسټونو د څرګندونو له مخې، په هرات کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ۷۰ زره کسانو ته رسیږي، چې ډېري يې د ښار په واټونو او پارکونو کې شپې او ورځې تېروي.
روږدی نذیراحمد نومی وایي: دوی میرمنې او اولادونه لري؛ داسې څوک نشته، چې کورنۍ ونلري. دا ټول د بېکارۍ له کبله کیږي. دولس کاله مې پخپله زدکړه وکړه؛ خو ګوره اړ یم، چې اوس دلته په واټ کې یم.
رضا نومي روږدي څرګنده کړې؛ هیڅوک زمونږ وضعیت ته پاملرنه نکوي. مونږ څه کولی شو؟ مونږ بندیان شوو او بیا خوشې شوو؛ خو د لوږې له دې حالت سره څه کولی شو؟
کارپوهان پدې باور دي، چې بېوزلي او بېکاري نشه يي توکو ته د روږدو کسانو د آسانه لاسرسي لامل دى او هره ورځ یې شمېر د ډېرېدو په حال کې دی. په دې توګه په ټولنه کې د جنايي جرمونو کچه هم لوړېږي.
د پوهنتون استاد محمد ابراهیم مصون ویلي: یو مناسب میکانیزم ته اړتیا ده؛ حکومتونه باید له بېلابېلو کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره، یو داسې جوړښت رامنځته کړي، چې له مخدره توکو سره د هر ډول چلند مخه ونیسي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونه وايي، چې په تېرو لس مياشتو کې يې څه باندې دوه سوه کسان د نشه يي توکو د قاچاق پر تور نیولي او له ۱۰۰۰ کيلوګرامو ډېر نشه يي توکې هم ترې تر لاسه شوي دي.

Trending

Exit mobile version