تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا سراج الدین حقاني ته متحده عربي اماراتو ته د سفر اجازه ورکړې ده
له دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته د سراج الدین حقاني او د اسلامي امارت د درې نورو لوړپوړیو غړیو سفر له بندیز څخه معاف کړ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني ته یې د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ښار ته د سفر اجازه ورکړې ده.
د دې شورا د خبرپاڼې له مخې؛ سراج الدین حقاني ته اجازه ورکړ شوې، چې د چنګاښ له لومړۍ نېټې څخه تر پېنځمې نېټې پورې ابوظبۍ ته سفر وکړي.
دې شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جون له یوویشتمې څخه تر پېنځهویشتمې د سراج الدین حقاني د سفر معافیت تصویب شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سفر موخه د امنیت، ثبات او سولې په اړه په سیمهییزو غونډو کې ګډون و.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي: د ۲۰۲۴ کال د جون پر شلمه د امنیت شورا کمیټه، چې د ۱۹۸۸ ز. کال د پرېکړه لیک پر بنسټ جوړه شوې وه؛ د سراج الدین حقاني د سفر د بندیز معافیت تصویب کړ، چې د جون له یوویشتمې څخه تر پېنځهویشتمې پورې متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ته سفر وکړي. د دې سفر موخه د سیمې د امنیت او ثبات په اړه په غونډو کې ګډون دی.
د هغې غونډې په اړه، چې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي په کې ګډون کړی جزئیات په لاس کې نشته.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته د سراج الدین حقاني او د اسلامي امارت د درې نورو لوړپوړیو غړیو سفر له بندیز څخه معاف کړ.
سراج الدین حقاني او د اسلامي امارت یو شمېر نور لوړپوړي غړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې دي.
اسلامي امارت وايي، چې پر غړیو یې د ملګرو ملتونو لخوا لګول شوي بندیزیونه غیر عادلانه دي او باید دا بندیزونه پای ته ورسيږي.
اړوند خبرونه:
اسلامي امارت د نړۍ له ټولو دولتونو سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا غواړي
د م.م امنیت شورا د اسلامي امارت د مشرانو د سفر په اړه ووېشل شوه