تازه خبرونه

د قوش تيپې کانال د شاوخوا ځمکو د وېش پرېکړه نده شوې

Published

on

(Last Updated On: )

د اسلامی امارت وياند په یوه پیغام کې په ډاګه کړې، چې د قوش تیپې د کانال ځمکو د وېش  په اړه هیڅ راز پرېکړه  نده شوی.

دغه راز ویل شوي؛ په دې وروستیو کې  یو شمېر فرصت طلبه کسان له خلکو په دې  پلمه، چې د قوش تیپې کانال شاوخوا ځمکې وېشل کېږي پیسې اخلي. د افغانستان اسلامي امارت  مشرتابه د قوش تیپې کانال د شاوخوا ځمکو د وېش  په اړه تر اوسه هیڅ ډول پرېکړه نده کړې.

هغه دا هم څرګنده کړې، چې د قوش تیپې کانال د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت له سترو او ملي  پروژو څخه ده، چې اوسمهال یې د لومړي فاز چارې په خورا چټکۍ روانې دي.

بل لورته دهېواد خصوصي  سکتور د اسلامي امارت له رهبرۍ د هغو فرصت طلبو کړیو د مخنیوي غوښتنه کوي، چې په  درواغو له  خلکو د قوش تیپې کانال تر څېرمه د ځمکو د ورکړې په نامه پیسې اخلي.

د خصوصي سکتورغړيو ويلي؛  که د قوش تیپې کانال تر څیرمه  ځمکي  خصوصي سکتورو ته  د کرنې په  برخه کې پانګونې ته ورکړ شي. دا به  د هېواد په اقتصادي پراختیا کې  مثبت بدلون رامنځته کړي.

د خصوصي سکتور غړی عبدالنصیر رشتیا وایي:  باوري یم که د قوش تیپې کانال تر څېرمه په ځمکو کې ښه او منظم  مدیریت او پانګونه تر سره شي؛ دا به د هېواد په اقتصادي او کرنیز سکتور کې خورا مثبت اغېز ولري. هیله لرم، چې امارت په دې برخه کې ښه مدیریت لپاره تدابیر ونیسي.

د اقتصادي  چارو ځیني  کارو پوهان هم  د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتنه کوي؛ حکومت دې په دې  پروژه  کې د ځمکې د مافیايي کړیو مخه ونیسي، چې دا ملي  پروژه د هغه پلان له مخې پلې شي، چې د دې  پروژې لپاره ډیزاین شوی.

د اقتصادي چارو شنونکي تاج محمد تلاش ویلي: زما له نظره هغه کړۍ، چې د دې پروژې تر څیرمه د ځمکو د وېش تر نامه لاندې پیسې اخلي هغوی ته باید جزا ورکړ شي. دا ملي پروژه لکه څنګه، چې د ټول هېواد د اقتصاد لپاره ډیزاین شوې؛ هغسې باید پلې شې او پر ملي اقتصاد مثبت اغېز رامنځته کړي.

د قوش تیپې کانال د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت یوه ستره ملي پروژه ده، چې اوسمهال یې د لومړي فاز چارې چټکۍ روانې دي او د هېواد په لسګونه زره هېوادوال په کې په مستقیم او نامستقیم ډول کار کوي.

Trending

Exit mobile version