تازه خبرونه

د روسیې د بشري مرستو درې الوتکې کابل ته راورسیدې

Published

on

(Last Updated On: )

د روسیې ټاس خبري آژانس څرګنده کړې، چې د چارشنبې پر ورځ پر۳۶ ټنو بشري مرستو بار درې روسي الوتکې په کابل هوایي ډګر کې کښته شوې دي.

د روسیې دفاع وزارت څرګنده کړې؛ ټولې درې روسي ایلیوشین ال ـ ۷۶ الوتکې، چې افغانستان ته یې بشري مرستې رسولي؛ د روسي او د ډله ییز امنیت د تړون د هېوادونو وګړي به هم را وباسي.

د دغې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په ټوله کې به له ۳۸۰ ډېر روسان، د ډله ییز امنیت د تړون د غړیو هېوادونو وګړي (په ځانګړې توګه د قرغزستان) او د روسیې د پوهنتونونو افغان محصلین به په دغو الوتکو کې راووځي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت رسنیو ته ويلي؛ د روسیې د بشري مرستو دوه یمه جوپه، چې ۳۶ مټریک ټنه خوراکي او اکمالاتي مواد په کې دي؛ نن کابل ته راورسېدل.

له دې مخکې روسیې له افغانستان سره په درې پړاوونو کې د ۱۰۸ ټنو بشري مرستو ژمنه کړې وه.

Trending

Exit mobile version