تازه خبرونه
د دوحې د مدني ټولنې په غونډه کې مو د ټولو هېوادونو پر ګډون ټینګار نشو کولی – ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند د سېشنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي، چې دا غونډه د ځانګړو هېوادونو د استازو او د اسلامي امارت تر منځ وه او بین الافغاني ناسته نهوه.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن ډوجاریک ویلي، دا ټولنه د داسې دریځ لرونکې نده، چې د هېوادونو استازو ته په دې یا هغې غونډه د ګډون ټینګار وړاندې کړي.
سټیفن ډوجاریک وایي، چې د دوحې درېیمه ناسته د افغانانو خپلمنځي ناسته نه وه.
د دوحې له درېیمې ناستې څخه د ښځو او مدني ټولنو د استازو وتل د دې غونډې په دواړو ورځو کې یوه توده موضوع ګرځېدلې وه.
نیوکه کوونکي وايي، ملګرو ملتونو طالبانو ته د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره امتیاز ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند د سېشنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي، چې دا غونډه د ځانګړو هېوادونو د استازو او د اسلامي امارت تر منځ وه او بین الافغاني ناسته نهوه.
ډو جاريک زیاته کړې؛ هر ځانګړي استازي کولی شول، چې د بشري حقونو، د ښځو حقونو او د نشهيي توکو پر مسلې خبرې وکړي.
نوموړي ویلي؛ مېرمن ډیکارلو او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په دې ناسته او په کابل کې د خپلو پخوانیو ناستو پر مهال له اسلامي امارت سره د ښځو مسئله مطرح کړې وه.
ډوجاریک ټینګار کړی، چې د ښځو او بشري حقونو مسله هغه څه دي، چې ملګری ملتونه یې هره ورځ مطرح کوي او د دې ټولنې د ټولو بحثونو لومړیتوب دی.
اړوند خبرونه:
ډېري هېوادونه له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ اراده لري – ذبیح الله مجاهد
په دوحه کې د مدني ټولنو د غونډې ګډونوالو نومونه پټ وساتل شول