تازه خبرونه
د خلکو د زړونو پخپلولو کولی شو سم حکومت وکړو- د وسلوال ځواک ستر درستیز
فصيح الدين فطرت دغه څرګندونې د عمر ثالث ۲۱۹ فرقې د ۲۰۰ سرتېرو د درې مياشتني روزنيز کورس څخه د فراغت په مراسمو کې کړې دي.
د وسلوال پوځ ستر درستیز فصيح الدين فطرت ويلي، د خلکو د زړونو پخپلولو کولی شو په سمه توګه حکومت وکړو.
فصيح الدين فطرت دغه څرګندونې د عمر ثالث ۲۱۹ فرقې د ۲۰۰ سرتېرو د درې مياشتني روزنيز کورس څخه د فراغت په مراسمو کې کړې دي.
د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ فصيح الدين فطرت په دې مراسمو کې ویلي: د اسلامي پوځ سرتېري به له اسلام او اسلامي خاورې دفاع کوي. مونږ باید وپوهیږو، چې که د خلکو زړونه خپل کړو؛ نو کولی شو په سمه توګه حکومت وکړو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بدخشان والي، یو شمېر دیني عالمانو او مخورو هم په اسلامي نظام کې د اردو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
په ازبکستان کې د اسلامي امارت نوي سفیر خپله دنده پیل کړه
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د څرګندونو له مخې؛ عبدالغفار بحر د چارشنبې پر ورځ په ازبکستان کې د افغانستان د نوي سفیر په توګه معرفي شوی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د اسلامي امارت نوي ټاکل شوی سفیر عبدالغفار بحر د تاشکند د سفارت د چارو د سمبالولو لپاره ازبکستان ته رسیدلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د څرګندونو له مخې؛ عبدالغفار بحر د چارشنبې پر ورځ په ازبکستان کې د افغانستان د نوي سفیر په توګه معرفي شوی دی.
سیاستوال وايي، د دې سفیر ټاکل به د افغانستان په ډیپلوماسۍ کې یو نوی پرمختګ او له ګاونډ هېوادونو په ځانګړې توګه له ازبکستان سره د اړیکو د پراخېدو لامل شي.
کارپوهانو ويلي، له هغه وخته، چې افغانستان او ازبکستان په دې وروستیو کې مهم اقتصادي او سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي؛ نو نوي سفیر ته پکار دي، چې د تړونونو د عملي کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې د کابل او تاشکند ترمنځ سیاسي اړیکې؛ ځکه مهمې دي، چې افغانستان او ازبکستان سترې ګډې اقتصادي پروژې لري.
په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړیو چارواکو په حضور کې د څه باندې دوه میلیارډ ډالرو پر ارزښت پېنځه سوداګریز او اقتصادي تړونونه په کابل کې لاسلیک شول.
ازبکستان د تېر کال له سلواغې راپدېخوا په تاشکند کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته وسپاره، چې مشري یې دمګړۍ د مغفورالله شهاب پر غاړه ده.
تازه خبرونه
سهیل شاهین د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د اسلامي امارت د استازي پرنهبللو نیوکه وکړه
سهیل شاهین په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې: د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د دغه هېواد پر ټوله خاوره د اسلامي امارت له واکمنۍ سره – سره د ملګرو ملتونو نهه اویایمې عمومي غونډې ته د امارات استازي بلل شوي ندي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې نیوکه کړې، چې د ملګرو ملتونو په نهه اویایمه عمومي غونډه کې د دوی استازي ته د ګډون بلنه ورکړ شوې نده.
سهیل شاهین په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې: د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د دغه هېواد پر ټوله خاوره د اسلامي امارت له واکمنۍ سره - سره د ملګرو ملتونو نهه اویایمې عمومي غونډې ته د امارات استازي بلل شوي ندي.
سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته د اسلامي امارت نوماندی دی.
هغه زیاته کړې: دا عمل واټنونه نور هم پراخوي او له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو د تعامل خلاف یوه سیاسي پرېکړه ده.
د ملګرو ملتونو اتهاویایمه غونډه د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال په وږي کې جوړه شوې وه.
تازه خبرونه
په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د منځنۍ آسیا لپاره د ملګرو ملتونو له سیاسي مرستیال سره وکتل
په دې کتنه کې لارین د ملګرو ملتونو د سیمهییزې ډیپلوماسۍ د سیاسي مرکز، چې مرکز یې د ترکمنستان په عشقآباد کې دی؛ د فعالیتونو بنسټیزې موخې د سیمې له هېوادونو او افغانستان سره مرستې او ملاتړ بیان کړ.
په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت ويلي، په دې هېواد کې د اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي فضل محمد صابر د ملګرو ملتونو د سیمهییزې ډیپلوماسۍ د سیاسي مرکز له چارسمبالي انډري لارین سره وکتل.
په دې کتنه کې لارین د ملګرو ملتونو د سیمهییزې ډیپلوماسۍ د سیاسي مرکز، چې مرکز یې د ترکمنستان په عشقآباد کې دی؛ د فعالیتونو بنسټیزې موخې د سیمې له هېوادونو او افغانستان سره مرستې او ملاتړ بیان کړ.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د اسلامي امارت له هراړخیز پرمختګ، د بېخبنایي او لویو پروژو پلي کېدا، له ګاونډیو او سیمې سره د افغانستان د همکارۍ، د نشهیي توکو د کښت او اداري فساد په مخنیوي او د افغانستان خلکو ته د کار پیدا کولو په برخه کې د اسلامي امارت له هلو ځلو ستاینه کړې ده.
فضل محمد صابر په افغانستان کې د تېرو درې کلونو د لاسته راوړنو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او د اسلامي امارت پر اقتصاد محوره سیاست یې ټینګار وکړ.
ترکمنستان یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې له افغانستان سره یې د اسلامي امارت له راتګ وروسته اړیکې ټینګې کړې دي؛ د ترکمنستان ولسمشر د ټاپي پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې ترکمنستان د کابل او عشقآباد ترمنځ د اړیکو د ټینګښت هڅه کوي.
-
لوبی4 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې جنوبي افریقا ته تاریخي ماتې ورکړه
-
نړۍ5 days ago
موساد د حزب الله په ۵ زره پیجرونو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وه – رویټرز
-
نړۍ5 days ago
کامالا هریس په غزه کې د جګړې د پای او د فلسطین د نه نیولو غوښتنه وکړه
-
لوبی4 days ago
په فوټسال نړیوال جام کې افغانستان ارجنټاین ته لوبه بایلوله
-
لوبی5 days ago
افغانستان په فوټسال نړیوال جام کې له ارجنټاین سره سیالۍ ته چمتو دی
-
لوبی2 days ago
د افغانستان کرکټ لوبډلې یو ځل بیا سویلي افریقا ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
سږ کال په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري – روزا اتنبایوا
-
نړۍ18 hours ago
په بیروت کې د هوایي برید له کبله د حزب الله د یوه لوړ پوړي قومندان په ګډون ۱۴ کسان ووژل شول