سوداگري

د حيرتان ګمرک چارواکو د صادراتو له ډېرېدو خبر ورکړی

Published

on

(Last Updated On: )

د بلخ ګمرک چارواکو ويلي، په وروستیو اوونیو کې له افغانستان څخه د حيرتان بندر له لارې د منځنۍ آسيا هېوادونو ته د صادراتو کچه لوړه شوې ده.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په تېره لمریزه هجري میاشت کې د جلغوزیو، ممیزو، بادامو او کچالو سلګونه بار وړونکي لارۍ له پولې تېرې شوې دي.

چارواکي وايي، د موټرو د زياتوالي د مخنيوي لپاره يې خپل کاري ساعتونه د ورځې له اتو څخه ١٣ ساعتونو ته غزولي او د ورځې ٦٠٠ موټر له قانوني پړاوونوتېروي.

د بلخ د ګمرک مشر مولوي محمد متین وایي: د صادراتو کچه خورا ښه ده. مونږ په دې وروستیو کې د جلغوزیو، بادامو، ممیزو او کچالو څخه ۹۳۷ موټرونه لیږلي او هڅه کوو، چې صادرات مو ډېر شي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي وايي، د افغانستان اسلامي امارت په دغه ولایت کې له سوداګرو سره مرسته کړې او له ځینو ګاونډ هېوادونو سره یې د دوی ستونزې حل کړې دي.

د دې خونې سرپرست اسدالله اسدي ويلي: د تېر په پرتله صادرات زيات شوي دي.

هغه وایي: مونږ له ګاونډيانو سره ځينې ستونزې درلودې، چې اوس حل شوې دي.

د بلخ د صنايعو او کانونو خونه وايي، په دې وروستيو اوونيو کې يو شمېر فابريکو په دغه ولايت کې فعاليتونه پيل کړي دي.

د دغې خونې د مدیره پلاوي غړي سید اسماعیل حسیني ویلي؛ مونږ په بلخ کې شاوخوا ۵۰۰ فابریکې درلودې، چې ډېرې یې بندې شوې؛ خو اوس یو شمېر فابریکو خپل فعالیت پیل کړی او راتلونکي ته خوشبین یو.

په حیرتان کې واردات او صادرات د کښتیو، اوسپنیزې پټلۍ او د لوړ ټناژ موټرو په واسطه ترسره کېږي او د سون توکو او ساختماني موادو په ګډون نور سوداګریز توکې هم له منځنۍ آسیا د افغانستان شمال ته په همدې لاره راځي.

Trending

Exit mobile version