Connect with us

سوداگري

د حيرتان ګمرک چارواکو د صادراتو له ډېرېدو خبر ورکړی

خپور شوی

د

د بلخ ګمرک چارواکو ويلي، په وروستیو اوونیو کې له افغانستان څخه د حيرتان بندر له لارې د منځنۍ آسيا هېوادونو ته د صادراتو کچه لوړه شوې ده.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په تېره لمریزه هجري میاشت کې د جلغوزیو، ممیزو، بادامو او کچالو سلګونه بار وړونکي لارۍ له پولې تېرې شوې دي.

چارواکي وايي، د موټرو د زياتوالي د مخنيوي لپاره يې خپل کاري ساعتونه د ورځې له اتو څخه ١٣ ساعتونو ته غزولي او د ورځې ٦٠٠ موټر له قانوني پړاوونوتېروي.

د بلخ د ګمرک مشر مولوي محمد متین وایي: د صادراتو کچه خورا ښه ده. مونږ په دې وروستیو کې د جلغوزیو، بادامو، ممیزو او کچالو څخه ۹۳۷ موټرونه لیږلي او هڅه کوو، چې صادرات مو ډېر شي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي وايي، د افغانستان اسلامي امارت په دغه ولایت کې له سوداګرو سره مرسته کړې او له ځینو ګاونډ هېوادونو سره یې د دوی ستونزې حل کړې دي.

د دې خونې سرپرست اسدالله اسدي ويلي: د تېر په پرتله صادرات زيات شوي دي.

هغه وایي: مونږ له ګاونډيانو سره ځينې ستونزې درلودې، چې اوس حل شوې دي.

د بلخ د صنايعو او کانونو خونه وايي، په دې وروستيو اوونيو کې يو شمېر فابريکو په دغه ولايت کې فعاليتونه پيل کړي دي.

د دغې خونې د مدیره پلاوي غړي سید اسماعیل حسیني ویلي؛ مونږ په بلخ کې شاوخوا ۵۰۰ فابریکې درلودې، چې ډېرې یې بندې شوې؛ خو اوس یو شمېر فابریکو خپل فعالیت پیل کړی او راتلونکي ته خوشبین یو.

په حیرتان کې واردات او صادرات د کښتیو، اوسپنیزې پټلۍ او د لوړ ټناژ موټرو په واسطه ترسره کېږي او د سون توکو او ساختماني موادو په ګډون نور سوداګریز توکې هم له منځنۍ آسیا د افغانستان شمال ته په همدې لاره راځي.

سوداگري

له اربکستان سره د ګازو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت زیاته کړې؛ نن پنجشنبه (د تلې نولسمه) د جوزجان د ګازو د اکتشاف او استخراج تړون د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې له ازبکستاني شرکت سره د یو میلیارډ ډالرو پر ارزښت لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت تائید کړه، چې اسلامي امارت د افغانستان د شمال د طوطی میدان د ګازو په ساحه کې د طبیعي ګازو د اکتشاف او استخراج تړون د ازبکستان له یوه شرکت سره لاسلیک کړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت زیاته کړې؛ نن پنجشنبه (د تلې نولسمه) د جوزجان د ګازو د اکتشاف او استخراج تړون د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې له ازبکستاني شرکت سره د یو میلیارډ ډالرو پر ارزښت لاسلیک شو.

د تړون له مخې، شرکت به په لومړي کال کې سل میلیون ډالر پانګونه وکړي او په راتلونکیو نهو کلونو کې به یې ۹۰۰ میلیون ډالرو ته ورسوي.

په لومړیو دوه کلونو کې به له استخراج شوي ګاز څخه د ۱۰۰ میګاواټه برښنا د تولید لپاره کار واخیستل شي.

د جوزجان ولایت د طوطی میدان د ګازو زیرمې شاوخوا ۷۰۰۰ کیلومټره مربع مساحت لري.

یوځل چې استخراج پیل شي، دا به د هېواد د ګاز اړتیاوو ته د پام وړ وده ورکړي او زرګونه خلکو ته به مستقیم او غیر مستقیم د کار زمینه رامنځته کړي.

Continue Reading

سوداگري

پاکستانیو سوداګرو د پاکستان او افغانستان د ټرانزیټي لارې پر پرانیستلو ټینګار وکړ

فضل مقیم خان د اړوند سوداګریزې خونې په خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د پاکستان – افغانستان د لویو لارو د تړل کېدا له کبله دوه اړخیزه سوداګري، ټرانزیټي سوداګري او صادرات څه نا څه پای ته رسېدلي او اړتیا ده، چې سوداګرو ته د زیاتو زیانونو مخه ونیول شي.

Published

on

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر فضل مقیم خان له چارواکو وغوښتل، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د لارې د پرانستلو لپاره بېړنۍ هڅې تر سره کړي.

فضل مقیم خان د اړوند سوداګریزې خونې په خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د پاکستان – افغانستان د لویو لارو د تړل کېدا له کبله دوه اړخیزه سوداګري، ټرانزیټي سوداګري او صادرات څه نا څه پای ته رسېدلي او اړتیا ده، چې سوداګرو ته د زیاتو زیانونو مخه ونیول شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټي سوداګرۍ حجم د سوداګریزې لارې د تړلو له کبله "اندېښمنوونکي" حالت ته راټیټ شوی دی.

دغه راز د پاکستان یو سوداګر زاهدالله شینواري د پاکستان – افغانستان د لویې لارې د تړل کېدو په اړه ويلي، چې اوسمهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ډېر کم دی.

هغه زياته کړې؛ په تېرو څو مياشتو کې د پاکستان او افغانستان د سوداګريزو لارو د تړل کېدو له کبله د افغانستان او پاکستان دوه اړخيزه سوداګري او ټرانزيټي سوداګري سخته اغېزمنه شوې ده.

نوموړی وایي؛ د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټي سوداګرۍ ځنډېدا د دواړو غاړو سوداګرو ته ستر مالي زیانونه اړولي دي.

شينواري ويلي، چې ځايي خلک او مسافر هم له ستونزو سره مخ دي.

ویل کیږي، چې سوداګرو د دې ستونزې د حل لپاره پر دوه اړخیزې اجماع او خبرو اترو ټینګار کړی دی.

Continue Reading

سوداگري

له قرغزستان څخه افغانستان ته د تېلو په صادراتو کې زیاتوالی رامنځته شو

د قرغزستان د احصائې ادارې خبر ورکړی، چې سږ کال دې هېواد افغانستان ته د ۸ میلیون او ۹۰۰ زره ډالرو پر ارزښت څه باندې ۷۰۰ زره لیټره تېل صادر کړي دي.

Published

on

د ۲۰۲۴ ز. کال په لومړیو ۷ میاشتو کې له قرغزستان څخه افغانستان ته د تېلو صادرات د تېر کال پر پرتله څو برابره ډېر شوي دي.

د قرغزستان د احصائې ادارې خبر ورکړی، چې سږ کال دې هېواد افغانستان ته د ۸ میلیون او ۹۰۰ زره ډالرو پر ارزښت څه باندې ۷۰۰ زره لیټره تېل صادر کړي دي.

د اکي پرس د راپور له مخې؛ قرغزستان د تېر کال په ورته وخت کې افغانستان ته له ۱۹ زره لیټرو ډېر پټرول صادر کړي وه.

له قرغزستان څخه افغانستان ته د هر لیټر صادر شویو تېلو منځنۍ بیه ۵ سنټه ته رسېږي.

افغانستان د هېواد د ټولو صادراتو ۸۴ سلنه تېل وارد کړي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!