سوداگري

د افغانستان بانک د عالی شورا ناسته تر سره شوه

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان بانک د عالي شورا دوه ورځنۍ غونډه د سې شنبې پر ورځ د دغه بانک د لوړ پوړیو چارواکو او د افغانستان د وجهي صندوق د غړي شاه محمد محرابي په حضور کې پیل او نن چارشنبه ترسره شوه.

د افغانستان بانک عالي شورا، چې د دې بانک د پرېکړو تر ټولو لوړه مرجع ده؛ د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره د مناسبو پولي سیاستونو د پلي کولو او د بانکي سکتور د ټینګښت په اړه د خبرو اترو او پرېکړو په موخه دا غونډه جوړه کړې.

د افغانستان بانک مسوولینو ويلي،  چې د افغانستان بانک د رییس پر مشرۍ جوړه شوې د افغانستان بانک د عالي شورا نورو غړیو هم  په کې حضوري او آنلاین ګډون درلود.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د اجرااتو د څرنګوالي او له مخکې ټاکل شویو پروګرامونو د پلي کولو ترڅنګ د افغانستان اقتصادي وضعیت، د پولي سیاست د پلي کېدو څرنګوالي، د بانکي سکتور ټینګښت، د مالي نظام  ټیکاو، د اداینو بهیر د دیجیتل کولو، د خلکو لپاره د بانکي اسانتیاوو رامنځته کولو او د یو شمېر اداري موضوعاتو په اړه بحث وشو او د قانون د احکامو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري ویلي؛ په دې ناسته کې د هېواد د پولي سیاستونو ترڅنګ د بانکي  او مالي  نظام په ټولو برخو بحث شوی او همداراز شته ستونزو ته د حل لازمې لارې پیدا کول هغه برخې دي، چې پري بحث شوی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم د افغانستان بانک له عالي شورا غوښتنه کوي، چې هڅه وکړي په هېواد کې د بانکي ستونزو د اوارولو ترڅنګ د اقتصادي پراختیا او په هېواد کې د برښنايي پانکوالۍ لپاره تدابیر پراخ کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وایي: هیله لرم، چې په ډې غونډه کې په لویه کچه هغه پرېکړې وشي او پر نړیوالو مالي بنسټونو سربېره په ملي کچه هم د هېواد اقتصادي پراختیا او مالي ټیکاو لپاره لازمې کړنې تر سره کړي.   

د افغانستان بانک عالي شورا په ربع واره بڼه په کال کې څلور غونډې ترسره کوي او د بانک د سیاستونو، کړنو، اجرااتو او لاسته راوړنو په اړه په کې خبرې اترې او د نظرونو د تبادلې تر څنګ او د افغانستان بانک د کړنو او د هېواد مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا لپاره په کې لازمې پرېکړې رامنځته کیږي.

Trending

Exit mobile version