تازه خبرونه

خلیلزاد د خپلو سفرونو وروستي جزئیات له افغان مشرانو سره شریک کړل

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن (دوشنبه د کب ۲۵) د قطر له درې اړخیزې ناستې وروسته په کابل کې د افغان حکومت مشرانو ته د خپلو سفرونو وروستي پرمختګونه وړاندې او پرې بحث او خبرې وشوې.

ولسمشرۍ څرګنده کړې، چې ولسمشر غني نن له غرمې وروسته له زلمي خلیلزاد سره ولید او خلیلزاد ولسمشر غني ته د خپلو وروستيو سفرونو، هڅو او غونډو په اړه معلومات ورکړل او دواړو لوریو د سولې بهیر او د ورپسې ګامونو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم له زلمي خلیلزاد سره لیدلي او وایي، چې د غونډې په بهیر کې د افغانستان د سولې پر وروستيو پرمختګونو، د پخلاینې عالي شورا د مشرتابه کمیټې د وروستۍ غونډې پر پرېکړه، په افغانستان کې د سولې په اړه د مسکو – ترکیې پر کنفرانس، د دوحې خبرو، د خبرو ګړندي کیدو پر بهیر او د تاوتریخوالي پر کمولو بحث وشو.

دغه راز د ملي پخلاینې عالي شورا سرچینو نن آرین نیوز ته ویلي، چې د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان حکومت یو پلاوی به د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.

سرچینې نور جزئیات ندي وړاندې کړي او د مسکو ناستې ته یې د ګډون کوونکیو استازیو کره شمېر هم  څرګند کړی ندی.

طالبانو هم منلې، چې د ملا برادر په مشرۍ به یې یو لس کسیز پلاوی د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.

د مسکو غونډه د روان زېږدیز کال د می میاشتې پر ۱۸ نېته جوړېدونکې ده، چې په کې به د امریکا په ګډون د سیمې د هېوادونو استازي ګډون کوي.

Trending

Exit mobile version