سوداگري
جاپان دې د تکنالوژۍ او کانونو په برخه کې پانګونه وکړي – عبدالسلام حنفي
حنفي د جاپان له سفیر سره د مخه ښۍ په کتنه کې له جاپان څخه د تکنالوژۍ او کانونو په برخو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.
د ارګ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له تاکاشي اوکادا سره په کتنه کې له افغانستان سره د جاپان د اوږدمهالو همکاریو مننه وکړه او له هغه څخه یې وغوښتل، چې توکیو دې په ځانګړي ډول د تکنالوژۍ او کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.
عبدالسلام حنفي همداراز ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د جاپان په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
د ارګ د اعلامیې پر بنسټ؛ په دې کتنه کې تاکاشي اوکادا له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ټینګار یې کړی، چې جاپان به له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د نږدې کېدو لپاره خپلې هڅې روانې وساتي. په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د جاپان نوي سفیر تاکویوشي کورمایا هم حضور درلود.
د ارګ د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي؛ جاپان تل په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی او زمونږ د خلکو تر څنګ ولاړ دی. اسلامي امارت له ګاونډ او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. په هېواد کې یې ملي امنیت تامین کړی او اسلامي امارت به هیچا ته د دې اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي. مونږ له جاپان غواړو، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو په تېره بیا د کانونو او تکنالوژۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د جاپان نوي سفیر ټینګار وکړ، چې د دغه هېواد موخه د افغانستان له خلکو سره مرسته ده او په دې برخه کې به له اسلامي امارت سره همکاري کوي.
تاکاشي اوکادا په هرات کې د وروستۍ زلزلې او د بغلان په جومات کې د چاودنې له کبله پر اوښتو زيانونو خپله خواشيني او خواخوږي څرګنده کړه او زیاتوي، چې د خپل هېواد مرستې د سره صليب له لارې زلزله ځپلیو ته استول کېږي.