تازه خبرونه
ایران له افغانستان سره پر پوله له ۱۰ کیلومټره ډېر دیوال غځولی
نن دوشنبه ( د تلې دوهیمه) صدا او سیما خبري سرچینې د نوذر نعمتي د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې د ایران او افغانستان په پوله کې ۵۰ کیلومټر نور دیوال د جوړولو په حال کې دی.
د ایران د ځمکنیو ځواکونو د قومندان مرستیال نوذر نعمتي ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د خپلې پولې له لس کیلومټره ډېر دیوال جوړ کړی دی.
نن دوشنبه ( د تلې دوهیمه) صدا او سیما خبري سرچینې د نوذر نعمتي د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې د ایران او افغانستان په پوله کې ۵۰ کیلومټر نور دیوال د جوړولو په حال کې دی.
دغه ایراني چارواکي ویلي، چې له افغانستان سره پر پوله بېخبنایي هڅې او دیوال جوړول د ۲۰ کارځیو له لارې ترسره کیږي.
له دې مخکې ایراني چارواکو اعلان کړی و، چې له افغانستان سره به د دغه هېواد شاوخوا ۷۰۰ کیلومټره پوله وتړل شي.
ویل کیږي، چې دا کار د امنیتي ستونزو له کبله تر سره کیږي.
تازه خبرونه
د م.م په عمومي غونډه کې د اسلامي امارت د استازي نهشتون د یو ملت له پامه غورځول دي
په دې څو ورځنۍ غونډه کې د اسلامي امارت استازو ته بلنه ورکړشوې نده؛ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د استازو نهبلل د خلکو له حقونو څخه سرغړونه بولي.
د ملګرو ملتونو د نههاویایمې سرمشریزې ته د اسلامي امارت له نهبلنې وروسته د بهرنیو چارو وزارت په دې غونډه کې د اسلامي امارت د استازي نهشتون د افغانستان د خلکو له مشروع حقونو څخه تېری او د دې ټولنې غفلت بولي.
د ملګرو ملتونو نههاویایمه سرمشریزه، چې نن پیل شوه؛ پرته د اسلامي امارت له استازي د ۱۹۳ هېوادونو استازو په کې ګډون او وینا کوي.
په دې څو ورځنۍ غونډه کې د اسلامي امارت استازو ته بلنه ورکړشوې نده؛ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د استازو نهبلل د خلکو له حقونو څخه سرغړونه بولي.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل ويلي، چې د افغانستان واقعيتونو ته پر کتو بايد د افغانستان په اړه مثبتې پرېکړې وشي.
په ملګرو ملتونو ټولنه کې د افغانستان د دایمي څوکۍ چارسمبالي ګډون کړی دی. که څه هم تراوسه معلومه نده، چې ده ته به د وینا اجازه ورکړ شي او کنه؟
د افغانستان اسلامي امارت سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه معرفي کړی؛ خو ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت استازي ته نده سپارلې، ځکه سهیل شاهین نشي کولی په ملګرو ملتونو کې خپله دنده پیل کړي.
د ملګرو ملتونو سرمشریزه به نهه ورځې روانه وي؛ په دې غونډه کې به ګډونوال د غزې، اوکراین، لبنان او په ټوله کې د منځني ختیځ پر روانو حالاتو راوڅرخیږي او د افغانستان په اړه به هم د دې سرمشریزې په څنډه کې خبرې ترسره شي.
تازه خبرونه
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ایران د ډبرو سکرو د کان چاودنې پر قربانیانو خواشیني څرګنده کړه
ایراني چارواکو د طبس د ډبرو سکرو په کان کې د شنبې د ورځې د چاودنې د قربانیانو په اړه متضاد شمېرخپوره کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ ( د تلې دوهیمه ) د ایران د طبس ښار د ډبرو سکرو په یوه کان کې مرګونې چاودنه غمجنه وبلله او له دغه هېواد سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې ویلي: اسلامي امارت د ایران له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوي؛ مړو ته د الله پاک له درباره د مغفرت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.
ایراني چارواکو د طبس د ډبرو سکرو په کان کې د شنبې د ورځې د چاودنې د قربانیانو په اړه متضاد شمېرخپوره کړی دی.
د شنبې پر ورځ د وږي پر یودېرشمه رسنیو راپور ورکړ، چې په طبس کې د ډبرو سکرو د معدنجو شرکت په یوه ورکشاپ کې د ګازو له کبله چاودنه رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې؛ د چاودنې پر مهال د کان په سي او بي بلاک کې ۶۹ کارګران پر کار اخته ول.
په وروستیو راپورونو کې د وژل شویو کسانو رسمي شمېر د ۳۵ او ۳۸ کسانو ترمنځ ښودل شوی دی.
له دې پېښې وروسته په جنوبي خراسان کې درې ورځنی ماتم اعلان شوی دی.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د بریکس په ناسته کې د ګډون غوښتنه وکړه
ترکیه نیز از آمادگی این کشور برای پیوستن به این ائتلاف اقتصادی خبر داده است.
د افغانستان د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت د کازان په بریکس غونډه کې د ګډون لیکلې غوښتنه کړې ده.
دغه وزارت د بریکس په سرمشریزه کې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ګډون لپاره له روسیې لیکلې غوښتنه کړې ده.
د بریکس نومې ډلې د جوړولو پلان په ۲۰۰۱ ز. کال کې د ګلډمن ساکس پانګونې اندتون لخوا وړاندیز شوی و، چې په راتلونکې نیمه پیړۍ کې د نړۍ اقتصادي وضعیت او د لوړ ځواک وړاندوینه یې وکړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په یوشپېتمه غونډه کې د برازیل، روسیې، هند او چین بهرنیو چارو وزیرانو پرې لومړنۍ خبرې اترې پیل کړې.
د بريکس لومړۍ غونډه د ٢٠٠٩ کال د جون پر شپاړلسمه د روسيې په يکاترينبورګ ښار کې د برازيل، روسيې، هند او چين په شتون کې جوړه شوه.
کله، چې سویلي افریقا په ۲۰۱۰ کال کې ور سره یوځای شوه؛ نو د دې ائتلاف نوم هم پر بریکس بدل شو.
بریکس د نړۍ د ترټولو اړینو مخ پرودې هېوادونو د راټولولو لپاره وړاندیز شوی، چې د شمالي امریکا او لویدیځې اروپا د بډایه هېوادونو سیاسي او اقتصادي ځواک ننګوي.
دغه ائتلاف په وروستیو کلونو کې د پام وړ پراخوالی لیدلی او اوس په کې ایران، مصر، ایټوپیا او متحده عربی امارات هم راټول شوي دي.
له دې مخکې د بریکس هېوادونو (برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا) اعلان کړی و، چې افغانستان باید د ترهګرو پر روزنیز مرکز بدل نشي.
ترکيې هم له دې اقتصادي ائتلاف سره د يوځای کېدو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.
تمه ده، چې د بریکس مشران په دې غونډه کې د اوکتوبر له دوهویشتمې څخه تر څلیریشتمې پورې د روسیې د لویدیځ په کازان ښار کې سره راټول او د نویو غړیو د منلو په اړه خبرې وکړي.
که ترکیې ته د بریکس د غړیتوب بلنه ورکړ شي؛ دا به د ناټو لومړنی غړی هېواد وي، چې د روسیې او چین پر مشرۍ له دې غیر غربي اقتصادي ائتلاف سره یوځای کیږي.
-
ساینس او ټیکنالوژي18 hours ago
ایلان ماسک مریخ ته له انسان پرته د لومړي الوت نېټه اعلان کړه
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
د افغانستان کرکټ لوبډلې یو ځل بیا سویلي افریقا ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
سږ کال په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري – روزا اتنبایوا
-
نړۍ2 days ago
په بیروت کې د هوایي برید له کبله د حزب الله د یوه لوړ پوړي قومندان په ګډون ۱۴ کسان ووژل شول
-
نړۍ18 hours ago
اسرائیلو په لویدیځه غاړه کې د الجزیرې دفتر بند کړ
-
لوبی19 hours ago
جنوبي افریقا د یو ورځني لوبلړ وروستۍ لوبه له افغانستان څخه وګټله
-
لوبی1 day ago
افغانستان په ازبکستان کې د فوټسال د نړیوال جام غوراوي پړاو ته لار وموندله