تازه خبرونه
اوکراین له افغانستان سره نږدې ۱۶ زره ټنه غنم مرسته وکړه
(Last Updated On: )
انترفکس خبري آژانس د اوکراین له یوه بندر څخه د یوې کښتۍ له حرکته، چې ۱۵۸۶۹ ټنه غنم افغانستان ته لېږدوي خبر ورکړی دی.
دغه خبري آژانس د ملګرو ملتونو د ګډې همغږۍ د مرکز د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې له اوکراین څخه افغانستان ته د غنمو وروستۍ ټولګه د یکشنبې پر ورځ د مرغومي پر ۲۵ خوځېدلې ده.
اوکراین د روان کال په وږي میاشت کې هم افغانستان ته ۳۰ زره ټنه غنم رالېږلي وه.
باید یادونه وشي، چې اوکراین په نړۍ کې د غنمو یو له سترو صادرونکیو هېوادونو څخه دی.