تازه خبرونه

امریکا پر بي – ۵۲ الوتکو د طالبانو سنګرونه بمبارد کړل

Published

on

(Last Updated On: )

پر ولایتي مرکزونو د طالبانو د بریدونو له ډېرېدو وروسته د امریکا بي –  ۵۲ بم غورزوونکیو الوتکو تېره شپه ( د زمري ۱۶) په هلمند، جوزجان او پکتیا ولایتونو کې د طالبانو مرکزونه بمبارد کړل.

لویدیځو رسنیو راپور ورکړی، چې د بریدونو سپارښتنه د امریکا ولسمشر جو بایډن کړی ده.

افغان حکومت هم تائیدوي، چې بي – ۵۲ بم غورزوونکیو په شبرغان ښار او همدارنګه پکتیا ولایت کې د طالبانو مرکزونه بمبارد کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي: په پکتیا او جوزجان ولایتونو کې د بي – ۵۲  بمي الوتکې پر ملاتړ په هوایي بریدونو کې نږدې ۶۰۰ طالبان وژل شوي او لږ تر لږه ۳۰۰ نور ټپیان دي.

طالبانو هم په یوه اعلامیه کې تائید کړې، چې امریکا په هلمند کې هوایي بریدونه کړي دي.

د امریکا اړوندبي – ۴۲ بم غورزوونکې الوتکې په قطر کې د امریکا له هوایي اډې څخه د طالبانو پر سنګرونو د برید لپاره الوتنه کوي.

د طالبانو پر مرکزونو د امریکا د هوایي بریدونو لړۍ له طالبانو سره په جګړه کې له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ ښکارندویي کوي.

د ولسي جرګې د داخلي امنیت کمیټې غړي حسن پکتیاوال ویلي: که امریکا وغواړي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي؛ نو د بي – ۵۲ بمي الوتکو بریدونه به د افغانستان ستونزه حل کړي.

پوځي کارپوهانو ويلي، چې د امریکا د بي – ۵۲ بم غورزوونکیو الوتکو روان بمبارد د افغانستان په جګړه کې ډېر بدلون ندی رامنځته کړی.

د پوځي استخباراتو کارپوه سرور نیازي ویلي: د بي – ۵۲ یا نورو الوتکو بمبارد پرځای د امریکا لپاره غوره ده، چې پر پاکستان سیاسي، اقتصادي او پوځي فشار راوړي.

د افغانستان خلک د امریکا له بي – ۵۲ پوځي الوتکو سره هغه مهال آشنا شول، چې  امریکا د سپټمبر له پېښې وروسته د طالبانو پر حکومتي مرکزونو بمبارد وکړ.

امریکا له افغانستان څخه د ځواکونو د بشپړ وتلو مخکې له دې هېواده بهر خپلې پوځي اډې له حکومته د ملاتړ لپاره جوړې کړې دي.

پرون لویدیځو رسنیو د امریکا د حکومتي سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي، چې ولسمشر جو بایډن د طالبانو د ځپلو لپاره دبي – ۵۲ بم غورزوونکیو د کارولو سپارښتنه کړې ده.

ډیلي میل او ټایمز راپور ورکوي، چې سي – ۱۳۰ ملاتړ لرونکی بمبارد به پر لویو ښارونو د طالبانو د بریدونو په مخنیوي کې ګټور وي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د هېواد د یو شمېر ولایتونو پر مرکزونو خپل بریدونه ډېرکړي او له طالبانو سره د حکومتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو نښتو هم زور اخیستی، چې خلک یې له بېلابېلو اندېښنو سره مخ کړی دي.

Trending

Exit mobile version