سوداگري
افغان لارۍ چلوونکیو ته شپږ میاشتنۍ ویزې ورکوو – پاکستان
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د افغانستان لاریو چلوونکیو ته دې شپږ میاشتنۍ ویزې ورکړ شي.
د پاکستان نیوز څرګنده کړې؛ دوی ته لومړی شپږ میاشتنۍ ویزې ورکول کیږي، چې وروسته به بیا یو کلنې شي.
د ویزې لپاره د نوم، انځور، پاسپورټ او د اړوند شرکت ثبتولو ته اړتیا ده.
له دې کاره موخه له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا ده.
سربېره پردې د سوداګرۍ د آسانتیاوو لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د پانګونې بورډ به د آنلاین ویزې سیسټم رامنځته کړي.
شهباز شریف ویلي: مونږ باید د افغانانو لپاره د سوداګریزې ودې ټول خنډونه لرې او ورته په پاکستان کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابر کړو.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر تېره ورځ له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو د هڅو نه یوازې چټکتیا وغوښته، بلکې ټینګار یې کړی، چې د ډالرو پر ځای باید کلدارې ورکړ شي، چې دا هڅه په افغانستان کې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوه.