تازه خبرونه

اسلامي امارت د ټولو قضیو لپاره واحد او با صلاحیته ادرس دی – امیرخان متقي

Published

on

(Last Updated On: )

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي په کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره په لیدنه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د موازي او اضافي میکانیزمونو د رامنځته کولو پر ځای له رسمي او منل شوي ادرس سره اړیکه ونیسي؛ ځکه اسلامي امارت د ټولو قضیو لپاره واحد او با صلاحیته واک لري.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم راغلي: په دې کتنه کې امیر خان متقي ویلي، چې په افغانستان کې جګړه په بشپړه توګه پای ته رسېدلې ده؛ نو ښه ده، چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د امنیت، اقتصاد، حکومتدارۍ او د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې په برخو کې د اسلامي امارت له لاسته راوړنو ملاتړ وکړي او  د بندیزونو پر لرې کولو او د افغانانو د پانګې ازادولو لپاره کار وکړي.

په دې کتنه کې د ملګرو ملتو استازې روزا انتبايوا هم په افغانستان کې د بشري ناورينونو په ځانګړي توګه د هرات د زلزلې او له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو د ناڅاپي راستنيدو په لاره کې د اسلامي امارت له هلو ځلو ستاینه وکړه.

نوموړې زیاته کړې د ملګرو ملتونو ادارې هڅه کوي، چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې، له کروندګرو او راستنېدونکیو سره د مرستې او د کار موندلو په برخه کې خپل رول ولوبوي او دوی ته د بشري مرستو تر څنګ د کوچنیو پورونو زمینه هم برابره کړي.

​د یوناما مشرې دا هم ویلي، چې په دې ناسته کې دوی د ملګرو ملتونو د همغږي کوونکي راپور، د ښځو د حقونو د تضمین او زده‌کړو او کار ته د ښځو او نجونو د بشپړ لاسرسي په اړه خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي د افغانستان د وضعیت په اړه یو راپور چمتو کړی او د دغه سازمان عمومي منشي ته یې سپارلی او ټاکل شوې، چې په راتلونکې غونډه کې پر دغه راپور بحث وکړي.

Trending

Exit mobile version