Connect with us

لوبی

آریانا تلویزیون د افغانستان فتسال غوره لیګ سیالۍ خپروي

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

ټاکل شوې، چې آریانا تلویزیوني شبکه خپلو میلیونونو درنو لیدونکیو ته د افغانستان فتسال غوره لیګ زړه راکښونکې سیالۍ د سلواغې پر ۲۶ نېټه پیل او تر ۱۸ مې هغې پورې دوی ته په ژوندۍ بڼه وړاندې کړي.

د افغانستان فوتسال غوره لیګ دوه‌یم پړاو سیالۍ د افغانستان فوتبال فدراسیون او آریانا تلویزیوني شبکې لخوا مدیریت او خپرېږي.

د پچې اچونې مراسم به د سلواغې پر ۱۸ نېټه د ماښام پر ۷:۰۰ بجو پیل او له آریانا تلویزیون څخه به په ژوندۍ بڼه خپاره شي.

د پرانستې مراسم او سیالۍ به د روانې میاشتې پر ۲۶ نېټه د ماسپښین له ۳:۰۰ بجو څخه پر ژوندۍ بڼه وړاندې کیږي.

د دغه لیګ د لوبغاړیو د داوطلبۍ مراسم به د سلواغې پر ۱۸مه ترسره شي.

د لیګ په بهیر کې هره ورځ دوه لوبې ترسره کیږي؛ د سیالیو خپرونه به د ماسپښین پر ۳:۰۰ بجو پیل شي او د شپې تر ۸:۰۰ بجو به روان وي. دغه راز به د لوبې د مخکینۍ نندارې، ورځنیو لوبو او له لوبو وروسته به د بحثونو لیدونکي هم وئ.

په دې تورنمنت یا سیالیو کې به لس لوبډلې برخه ولري.

فوتسال په افغانستان کې په پرلپسې توګه شهرت ته رسېدلی دی.

افغانستان د آسیا د فوتبال کنفدراسیون په درجه بندۍ کې د ۳۶ هېوادونو په ډله کې ۲۴ ځای لري.

تېر کال د فوتسال په ۱۵ ورځنيو سیالیو کې ۲۲ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه یې ځوان استعدادونه جذب کړل.

د تېر کال په سیالیو کې د فوتسال یو شمېر روزونکیو اعلان وکړ، چې په تېرو څو کلونو کې د هېواد د لوبغاړیو مهارتونه د پام وړ ښه شوي او دا ډول سیالۍ د لوبغاړیو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

ډاډ ترلاسه کړئ، چې د آریانا تلویزیون تازه معلومات په ټولنیزو رسنیو او یا هم د نورو جزئیاتو لپاره دلته د آریانا نیوز په ویب پاڼه کې وڅارئ.

د سیالیو مهالوېش د لیدلو لپاره  دا ځای کېکاږئ.

لوبی

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله له افغانستان سره د ټسټ لوبې لپاره هند ته ورسېده

د افغانستان کرکټ بورډ د حشمت الله شهیدي پر مشرۍ یوه ۲۰ کسیزه لوبډله اعلان وکړ، چې د نیوزیلینډ له لوبډلې سره به په روزنیز کمپ کې وویني.

Published

on

(Last Updated On: )

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله د افغانستان له ملي لوبډلې سره د یوازنۍ ټسټ لوبې د ترسره کولو لپاره د هند ګریټر نویدا ښار ته ورسېده.

ټاکل شوې، چې دغه لوبه د راتلونکې دوشنبې پر ورځ ( د وږي نولسمه / د سپټمبر نهمه ) د افغانستان پر وخت د سهار پر نهو بجو پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د چارشنبې پر ورځ (د وږي اوومه) اعلان کړی، چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله له نیوزیلینډ سره د روزنیزې ناستې لپاره هند ته ورسېده.

د افغانستان کرکټ بورډ د حشمت الله شهیدي پر مشرۍ یوه ۲۰ کسیزه لوبډله اعلان وکړ، چې د نیوزیلینډ له لوبډلې سره به په روزنیز کمپ کې وویني.

دا لومړی ځل دی، چې نیوزیلینډ له افغانستان سره روزنیزه لوبه کوي.

له دې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی و، چې یوه شل کسیزه لوبډله به د سپټمبر له نهمې څخه تر دیارلسمې پورې له نیوزیلینډ سره لوبه وکړي؛ خو راشد خان د افغانستان د کرکټ ستوری د سیالۍ په دې پړاو کې نشته.

میرویس اشرف؛ د هېواد کرکټ بورډ مشر په لوبډله کې د ځوانانو استعدادونو پر شاملېدو خوښي څرګنده کړه.

میرویس اشرف ویلي: خوښ یم؛ یو شمېر هغه ځوانان، چې په کورني کرکټ کې ښه ځلېدلي په ټسټ لوبډله کې ګډون کوي.

د افغانستان په لومړنۍ روزنیزې لوبډله کې حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عبدالمالک، رحمت شاه، بهیر شاه محبوب، اکرام علی‌خیل، شهیدالله کمال، ګلبدین نایب، افسر ځاځي، عظمت الله عمرزی، ضیا الرحمن اکبر، شمس الرحمن، قیس احمد، ظاهر خان، نجات مسعود، فرید احمد ملک، نوید ځدراڼ، خلیل احمد او یما عرب برخه لري.

Continue Reading

لوبی

بنګله دېش کرکټ لوبډلې پاکستان ته د شپږ ویکټو پر ټوپیر ماتې ورکړه

د بنګله دېش توپ‌اچوونکي مهدي حسن د پاکستان لوبډلې پېنځه لوبغاړي له ډګره لرې کړل.

Published

on

(Last Updated On: )

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې په دوه‌یمه ټسټ لوبه کې کوربه لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه.

د دې لوبې لومړي پړاو، چې په راولپنډۍ ښار کې ترسره شو؛ د پاکستان ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په داسې حال کې له ډګره وایستل شول، چې دوی ۲۷۴ منډې جوړې کړې وې. د پاکستان لوبډلې لپاره سعیم ایوب ۵۸، شان مسعود ۵۷ او سلمان آغا ۵۴ منډې وکړې.

د بنګله دېش توپ‌اچوونکي مهدي حسن د پاکستان لوبډلې پېنځه لوبغاړي له ډګره لرې کړل.

د بنګله دېش لوبډله د لومړي پړاو په پيل کې ښه ونه‌ځلېدل او شپږ لوبغاړي يې په داسې حال کې له ډګره لرې شول، چې يوازې ٢٦ منډې يې جوړې کړې وې. داسې ښکارېده، چې پاکستان به د تېرې لوبې د ماتې غچ واخلي؛ خو لیټون ډاس د ۱۳۸ او مهدي حسن د ۷۸ منډو له جوړولو سره ټولټال ۲۶۲ منډې جوړې کړې.

پاکستاني توپ‌اچوونکي خرم شهزاد شپږ بنګله دېشي لوبغاړي وسوځول.

په دوه‌یم پړاو کې بیا پاکستاني لوبغاړي ونه توانېدل، چې د بنګلادیش توپ‌اچوونکيو مخې ته ودریږي او پرله‌پسې وسوځېدل. په داسې حال کې، چې یوازې ۱۷۲ منډې یې جوړې کړې وې.

د بنګله دېش توپ‌اچونوونکي حسن محمود د پاکستان له لوبډلې پېنځه ویکټې واخیستې.

بنګله دېش لوبډلې په دې تاریخي لوبه کې د څلورو لوبغاړو پر سوځېدو ۱۸۵ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې ماتې ورکړه.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ته کویټ ماتې ورکړه

د نړیوال جام په سیالیو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د وږي پر پېنځه‌ویشتمه / د سپټمبر پر پېنځلسمه د انګولا پر وړاندې ترسره کړي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د پېنځه وچو لوبدلو په سیالیو کې د کویټ پر وړاندې ۴-۳ ماتې وخوړه.

دا لوبه نن ماسپښین د تایلینډ په بنکاک کې ترسره شوه.

د افغانستان لپاره دا سیالۍ د ۲۰۲۴ ز. کال فوټسال نړیوال جام ته چمتوالی دی، چې ټاکل شوې یوه اوونۍ وروسته په ازبکستان کې پیل شي.

تایلینډ اوسمهال د افغانستان، تایلینډ، ګواتیمالا، نیوزیلینډ او کویټ لوبډلو په ګډون د وچو سیالیو کوربتوب کوي.

افغان فوټسال ملي لوبډله به سبا چارشنبه د دغو سیالیو په لړ کې له نیوزیلینډ سره مخ شي.

د نړیوال جام په سیالیو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د وږي پر پېنځه‌ویشتمه / د سپټمبر پر پېنځلسمه د انګولا پر وړاندې ترسره کړي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر بېنځلسمه د یکشنبې پر ورځ له انګولا سره تر سره کړي.

آریانا ټلویزیون به په ټول افغانستان کې د فوټسال مینه‌والو ته دا زړه‌راکښونکې سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپرې کړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!